د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لندن کې د لیبیا پر ښخړه نړیواله غونډه



نن به د نړۍ د څه نا څه ۳۵ ملکونو مشران په لندن کې د لیبیا په شخړه خبرې کوي. تمه ده ، چې د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري بان کي مون او د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن به هم په دغه غونډه کې ګدون کوي.

دا غونډه په داسې وخت کې رابلل شوې ده، چې په لیبیا کې د مخالفه ډلو وسلوال په هغه برخو کې مخ په وړاندې روان دي ،چې د کرنل قذافي د ځواکونو واک وو.

د برتانییا وزیراعظم ډیوډ کیمرون او د فرانس صدر نکولای ساغکوزي یو وارې بیا په قذافي غږ کړی چې واک دې پریږدي.

د امریکا ولسمشر باراک اوبامه بیګا په واشنګټن کې وییلي دي، قذافي او د هغه پوځ اوس کمزوري شوي دي، او باید هغه مستعفي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG