د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د ایف سي د وژل شویو کسانو جنازه وشوه




په خیبر اېجنسۍ اکاخېل کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د کرنل شیراز او کېپټن سلام په ګډون د فرنټیر کور د وژل شویو ۱۳ تنانو جنازه نن د پېښور په کور هېډکوارټر کې ادا کړل شوې.

د جنازې د لمانځه وروسته د پېښور کور کمانډر اصف ملک له خبریالانو سره په خبرو کې ددغه پېښې په لړ کې وویل چې بېګا شپه داسې اطلاعات وو چې د پېښور ښار په څنډو کې ترهګر راټولېږي چې دده په خبر د ښار امنیت ته یې خطر راڅیرمه کولو.

دی زیاتوي چې د ایف سي امنیتي کسانو د معمول لټون کاوه چې د ماشینګڼو برید ورباندې وشو. ددې عملیاتو مشري کرنل شیراز کوله او داوخت د ایف سي ځوانانو پر برید کوونکو د توپو ډزې وکړې ،خو د جګړې په دوران کې د ایف سي لخوا د توپو یو ګوله ختا شوه او د ایف سي د کرنل شیراز او کیپټن سلام په ګډون ۱۳ امنیتي کسان پکې ووژل شو.

کورکمانډر زیاتوي سره له دې چې په پېښه کې د ایف سي سرتېرو ته زیان رسېدلی دی خو دا عملیات کامیابه وو چې په ترڅ کې یې یو شمېر ترهګر ووژل شول او یو شمیر نیول شوي دي.

د خیبر اجنسۍ په باړه سیمه کې له تېر یو نیم کال راهیسې د وسلوالو ډلو پر ضد پوځي عملیات روان دي.پوخي چارواکي دا ادعا هم کوي چې په دغه عملیاتو کې یې د وسلوالو یو شمېر مرکزونه له مینځه وړي او هغوی ته یې پراخه مرګ ژوبله اړولې او په سیمه کې یې سرکاري واک ټینګ کړی دی.

خو ځايي خلک شکایت لري چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ډلو ترمنځ له نښتو او په سیمه کې د ګرځبندیز(کرفیو) له وجې د دوی له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

دوی وايي ، د اپرېشن له وجې لارې بندې ديوسکولونه بند دي ،خلک خبل ناروغان هسپتالونو ته نه شي وړای او په سیمه کې هرې خوا ته مشکلات او ستونزې دي.خلک په کورونو کې ایسار پاتې دي .د خوړو ستونزه ده. د باړې بازار بند دی.

له تېر یو نیم کال راهیسې چې په خیبر باړه کې پوځي عملیات شروع شوي دي له دې سیمې په لسګونه زره کسان بې کوره شوي دي چې ۵۰ زره یې د جلوزو په کېمپ کې په کیږدیو کې ژوند تېروي .
XS
SM
MD
LG