د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پيښور پوهنتون کې د افغان زدکونکو ستونزې


د خیبر پښتونخوا د افغان محصلینو ټولنې کلنۍ غونډه
د خیبر پښتونخوا د افغان محصلینو ټولنې کلنۍ غونډه


بازمحمد عابد، مشال ریډیو پيښور



د پيښور په یوه ځايي هوټل کې، د خیبر پښتونخوا د افغان محصلینو ټولنې، په خپله یو کلنۍ غونډه د چارواکو په وړاندې خپلې ستونزې په ډاګه کړې دي.

دې غونډه ته افغان قونصل ، د پيښور پوهتنون وایس چانسلر او د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم رابلل شوي وو.

د خیبر پښتونخوا د افغان محصلینو د ټولنې مشر محمد حاشر د سکالر شیپونو د زیاتوالي تر څنګ په پیښور پوهنتون کې افغان محصیلینو ته د هاسټلونو غوښتونه وکړه.هغه وویل،((د زراعت پوهنځي کې چې کوم محصلین د تیرکال نه په ای، بي، ایم، ایس کې په زده کړه بوخت دي، له هغوی نه ډیرې زیاتې پيسې اخیستل کیږي. او کوم کډوال چې د داخلې له پاره راځي له هغو نه هم زیات فیس اخیستل کیږي، په کار ده چې څومره فیسونه له پاکستانیانو څخه اخیستل کیږي، له افغان کډوالو څخه هم هغه اندازه واخیستل شي. بله دا موږ هاسټلو سخت ضرورت دی. خو کله چې کوم افغان د هاسټل غوښتلو په خاطر ورځی ورته ویل کیږي چې تاسې بهرنیان یاست، موږ سره د بهرنیانو له پاره هاستل نه شته. په کار ده چې زموږ چارواکي زموږ د دې ستونزو غم وخوري.))

په پيښور کې افغان قونصل محمد صالح شرزی د محصلینو د ستونزو په اړه وویل،((یو شمیرافغان محصلین په سکالرشیپ راغلي خو تر اوسه هغوی ته نه هاسټل او نه هم د سکالرشیپ نور مراعات ورکړل شوي. او موږ وخت په وخت د پاکستان چارواکو سره د دوی ستونزې شریکي کړي، تمه ده چې ژر به حل شي.))

د پيښور پوهنتون مشر عظمت حیات د محصلینو د هاسټلونو د ستونزې په باب وويل،(( دا زموږ فرض دي چې د افغانانو دا بچي ښه تربیه کړو، ځکه چې دا زموږ بچي دي او موږ یو خلک یو. تاسې چې دا تعلیم دلته کوی ، دا یوازې د افغانستان او پاکستان په ګټه نه دی، بلکې د ټولې سمیې په ګټه دی. او د هاستلونو په هکله به دا ووایم، چې موږ سره ځمکه شته، خو تاسې د حکومت نه په دې برخه کې غوښتنه وکړۍ چې موږ ته یې د جوړولو امر وشي، یو هاسټل به د میرویس خان نیکه په نوم او بل به د احمد شاه بابا په نوم جوړ کړو.))

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر میا افتخار حسین په خپلو خبرو کې محصلینو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې د حل لارې چارې ګوري. هغه وویل ،(( لازمي خبره ده چې مسلې به وي، د دوی د هاسټلو، فیسونو او داخلو مسلې به وي، نورې مسلې به وي، که موږ سره نیغ په نیغه وي، که له وایس چانلسر سره وي او که له مرکز سره وي، څومره چې کیدی شي نو موږ به د دوی دا مسلې حل کوو.))

په پيښور پوهنتون کې دا مهال تر څلور نیم سوه پورې افغان محصلین په بیلابیلو پوهنځیو کې زده کړه کوي چې ۶ تنه یې په کې د پی ایچ ډګري هم کوي.
XS
SM
MD
LG