د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا د مشر معمرقذافي ځواکونه ير شا پورې وهل شوي




د رپورټونو ترمخې د لیبیا د مشر معمر قذافي ځواکونه د لویدیځ په لور تمبول شوي دي.
بل پلو د قذافي د رژیم مخالفه یاغیانو په اړه ویل کېږي چې د لیبیا په ختیځ کې یې د تېلو ټول ټرمینالونه نیولي دي. دې یاغیانو ته د لویدیځ د هوايي بریدونو مرسته هم تر لاسه ده.

ویل کېږي چې یاغیانو د راس النوف، برګا، اوقایلا او بېن جواد د سیمو واک ترلاسه کړی دی. تر دې مخکې دوی د اجدابیا واک ترلاسه کړی وو.

رپورټونه وايي د نړیوالو هوايي بمبارۍ بېګا شپه د قذافي پلرنۍ سیمه سېرتې په نښه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG