د لاسرسي ځای

په جاپان کې بله زلزله او د تابکارۍ په اړه اندېښنې


د فیوکو شیما اټومي بټیو د تابکارۍ کچه لا همغسې لوړه ده.

د فیوکو شیما اټومي بټیو د تابکارۍ کچه لا همغسې لوړه ده.



په جاپان کې یو وار بیا د کمې درجې زلزله راغلي هلته دجاپان د فوکوشیما ایټمي برېښنا کوټ(بجلي ګر) ماهرینو ویلي پرون چې دوي د تابکارۍ خوریدو کومه شمیره ښودلې وه هغه سمه نه ده خو بیا هم د ایټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي ددې ستونزې په هوارولو کې به ډیر وخت لګېږي.


نن د جاپان په شمال ختیځ ساحلي برخه کې د شپږ اشاریه پنځه درجې زلزله راغلې خودامریکايي جیولو جیکل سروې په وینا تر دې دمه د ځاني یا مالي زیان کوم خبرونه نه دې راغلي دا زلزله چې د تیرې هغې په نسبت ډیره کمه وه خو واردمخه زلزله ځپلي ېي ډیر ویرول.او د حکومت لخوا هم د کم کچ د څونامي راتلوخبردارې ورکړل شوی دی.


بلخوا د جاپان د ایټمي برېښنا کوټ ستونزه لا نه ده هواره شوې . اودې بجلي ګهر کې کارکونکي یوار بیا د تابکارۍ د زیاتیدو له امله ایستل شوي دي ځکه چې دغلته د سمندر د اوبو آزموینه ښايي چې د تابکارۍ سطح ډیره لوړه شوې ده.

د جاپان دایټمي او صنعتي حفاظت د ادارې یو چارواکې هیډي هیکو نیشیاما په ټوکیو کې یوې خبري غونډې ته وینا کړې خو بیا هم د خلکو ویره کې کمې نه دی راغلی .
نوموړی وايي،‎((دا وخت د تابکارۍ سطح ۱۸۵۰ چنده سیوا شوې ده چې وړاندې ۱۲۵۰ وه نو په دې کې د اثراتو په حواله دومره فرق نه دې راغلې. دا وخت به هم زه دومره ووایم چې دې کې ډیره د خطرې خبره نشته خو بیاهم دا ښه خبره نه ده چې دا سطح مخ په زیاتیدو ده))

د جاپان د صحت ماهرین وايي د فوکوشیما خوا شا سیمه د کبانو نیولو یا نور سمندري خوراک لپاره نه استعمالیږي او هم دا راز نیشیاما هم وايي چې ددې له مخه خلکو ته دومره خطره نشته.

بلخوا د فوکو شیما دمرکز ماهرینو په خپله هغه وینا، چې ددې بجلي ګر په دویمه بټۍ کې په اوبو کې د عام حالت په نسبت یو په یو کروړه زیاته تابکاري مالومه شوې ده، باندې هم معافي غوښتې ده او ویلي یې دي چې دتابکارۍ سطح ډیره جګه شوې خو لا دغه شمیرو ته نه ده رسیدلې.

د ټوکیو د الیکټرک پاور کمپنۍ ویاند تاکاشي هم ویلي چې د تابکارۍ دغه ښودل شوې شمیره د منلو وړ نه ده او ددغه غلط خبر په خوریدو يې معافي غوښتې.

خو بیا هم دغلته تابکاري دومره ډیره وه چې دنورو بټیوپه اړه د مالوماتو اخیستلو کار په نیمه کې پاتې شو.

د ایټمي توانايي دنړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو ویلي د فوکوشیما اېټمي پېښه له هره پلوه ډیره خطرناکه ده چې لا ختمه شوې نه ده او قابو کول به یې هفتې واخلي.


هم دا وجه ده چې د جاپان سرښار ټوکیو کې خوا اوشا زرو کسانو د ایټمي توانايي پرضد مظاهره وکړه چې پکې ځنې کسانو په ایټمي بجلي ګر کې د کارکؤنکو خاص حفاظتي جامې اچولې وې-په دغه مظاهرو کې برخه اخیستونکې یو تن انووې وايي.((دفوکوشیما دحادثې نه پس خلک دا سوچ کوي چې څه ډول د ایټمي توانايي نه بغیر خپل ضرورتونه پوره کړي او زمونږ د مظاهرې مقصد هم په دغه خبره ټینګار کول دي))


د جاپان حکومت خلکو ته ډاډ ګیرنه ورکړې او ولس ته یې دا باورورکړې چې ددې ستونزې د هواري لپاره یې ټول ممکن ګامونه په پام کې نیولي دي.
XS
SM
MD
LG