د لاسرسي ځای

تازه خبر

واک پرېږدم چې وینه بهېدل ودرېږي.دیمن ولسمشر


د يمن صدر علي عبدالله صالح ويلي چې په هيواد کې د وينې تويدنې مخنيوي لپاره واک پريښودو ته تيار دی خو هغه به قدرت يوازې يو انتقالي حکومت ته وسپاري.

د نوموړي دا بيان له هغه وروسته راغلی چې د يمن په سر ښار صنعا او نورو ښارونو کې د صدر صالح د استعفا غوښتنونکو مظاهرو زور اخيستی او د حکومتي ځواکونو په ډزو کې ګڼ شمير کسان وژل شوي دي.

له دې وړاندې صالح ويلي وو، چې هغه به د هغه مظاهره چيانو خلاف د ځان په دفاع کې له هرې لارې کار واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG