د لاسرسي ځای

له ایران سره دې د لیبیا غوندې چلند وشي


اسرايل وايي د ايراني حکومت د پراخ غوښتنې سياست ختمولو لپاره ورسره د ليبيا په څېر چلند وشي.

د اسرايلو لومړي وزير بين یامسن نتنياهو روس ته د خپل سفر پر مهال وويل چې د ايټمي وسلو لاس ته راوړل او د نړيوال برلاسي توب د غوښتنې له امله ايران د سيمې امنيت له خطر سره مخامخ کړی.

د يادونې وړ ده چې نړيوالو اتحادي ځواکونو د اپوزيشن خلاف د ليبيا د مشر معمر قذافي د کمزوري کولو لپاره د دې هيواد ځينې برخې د نه الوت سيمې ګرځولي او دغلته يې هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د يو بل خبر ترمخه ايران د ملګرو ملتونو له خوا د دې هيواد د انساني حقونو د حالت د څيړلو او ارزولو لپاره د ځانګړي پلټونکې ډلې ګمارنه غندلي او دا يې يو سياسي ګام بللی

ملګرو ملتونو د يو قرارداد د منظورۍ په ترڅ کې په ايراني کې د بشري حقونو د سرغړونې د جاج اخيستلو لپاره د يو ځانګړي کس د ټاکلو د پريکړې اعلان کړی وو.
XS
SM
MD
LG