د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر لیبیا دم.م لخوا د نه الوت سیمې د قرارداد پلي کېدو مشري ناټو واخیسته



ناټو له امریکا څخه د هغې کمندانۍ په اخیستو سلا شوې چې پر لیبیا د ملګرو ملتونو لخوا د نه الوت سیمې قرارداد عملي کړي.

خو د ناټو مشر ايندرې فوغ راسمون ويلي چې د عملياتو د نورو اړخونو مشري به لا هم د اوسنیو اتحادي پوځيانو په لاس کې وي.

د ناټو غړي هیوادونه لا هم پر دې خبرې کوي چې آیا ایتلاف د ملګرو ملتونو لخوا د نه الوت سیمې قراداد عملي کولو مشري پر غاړه واخلي که څنګه.


بل خوا ته د فرانس صدر نيکولا ساغکوزي ويلي چې متحده عرب امارات به د عملياتو د ملاتړ لپاره ۱۲ الوتکې ورکوي.

نړيوال هوايي ځواکونو په داسې حال کې د ليبيا پر پوځي هدفونو بريدونه زيات کړي چې د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون ويلي ليبيا د اوربند کړي ژمنې څخه سرغړونه کړې.

همداراز د روس ولسمشر ديميتري مېدوېدېف د امريکا له ولسمشر څخه غوښتي چې د ليبيا د بريدونو په لړ کې دې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنيوی يقيني کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG