د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې څه کم یونیم میلیون خلک بې کوره دي


د مهمند اجنسۍ بې کوره شوي خلک
د مهمند اجنسۍ بې کوره شوي خلک


په هیواد کې دننه د بې کوره کېدونکو خلکو د څارنې د یوې ادارې ً انټرنل ډسپلېسمنټ مونیټرنګ سینټر ً په یوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۰م کال کې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د جګړو او بدامنۍ له امله په دومره لوی شمېر خلک بې کوره شوي وو چې په تېرو لسوکلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.


په هیواد کې دننه د بې کوره کېدونکو خلکو د څارنې اداره وايي ، په ۲۰۱۰م کال کې د جګړو او بدامنۍ له امله د بې کوره شوو خلکو شمېر ۲۷.۵ میلیونه وو کوم چې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو زیات دی.

رپوټ لیکي چې په پاکستان کې د بې کوره شوو خلکو تازه شمېره لږترلږه ۹۸۰۰۰۰ ده او په افغانستان کې هم څه ناڅه ۳۵۲۰۰۰ کسان دې ته اړ شوي دي چې خپل کورنه پرېږدي.

رپوټ د ناروې د مهاجرو د شورا د مشرې الیزبت راسموسن له خولې لیکي چې په کوټي دیویرې نومي هیواد کې تر لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو وروسته د دسمبر له میاشتې راهیسې تر پنځه لکه زیات کسان بې کوره شوي دي او په زرګونه کسان د خپل ژوند د ژغورلو لپاره لا هم له دې هیواد څخه د وتلو په لټه کې دي.

الیزبت راسموسن زیاتوي چې نړیواله ټولنه دې ته د غبرګون ښودلو جوګه نه ده. نوموړې وايي له دې هیواد څخه تر ۱۰۰۰۰۰ زیات کسان یوازې لایبیریا ته مهاجر شوي دي.

نوموړې پر مخ وايي چې په افغانستان ، سومالیا او عراق کې مرستندویه کارکوونکو ته د ورپېښو امنیتي ستونزو له امله هغوي تر لوی شمېر بې کوره شوو خلکو ځان نه شي رسولای.

رپوټ د دې ادارې د مشر کېټ هالف له خولې لیکي چې د ۲۰۱۰م کال په ترڅ کې په کولمبیا او سوډان کې تر ټولو په لوی شمېر خلک بې کوره شوي وو.

نوموړی زیاتوي چې په میکسیکو کې هم په تېر کال کې له نشي موادو سره د تړلو جرمونو له امله شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان بې کوره شوي وو.

رپوټ زیاتوي چې په نړۍ کې د بې کوره کېدنې د مخنیوي لپاره د هیوادونو او هم دا ډول په نړیواله کچه د هڅو اړتیا ده.

رپوټ پر مخ لیکي هغه خلک چې بیرته کورونو ته ستانه شي نو له یوې خوا د امنیت له ستونزو سره مخامخ وي او بلې خوا ته عاجلو مرستو ته اړتیا لري. په دې خلکو کې ماشومان ، معذوره کسان او مېرمنې خاصه پاملرنه غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG