د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د سورلو پر ګاډي برید مرګ ژوبله اړولې


له کورمې سره نژدې په هنګو کې ځانمرګي برید پر ۲۴ مارچ ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله
له کورمې سره نژدې په هنګو کې ځانمرګي برید پر ۲۴ مارچ ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله


مجيب الرحمان انګار ازادي رېډیو

په قبایلي سیمه کورمه اجنسۍ کې د نا څرګندو وسله والو په ډزو کې تر لسو ډیرو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نا څرګندو وسله والو یوارې بیا دکرمې اجنسۍ په اړوندو کې د سپرليو پر موټرو برید کړی چې د چارواکیو په وینا تر لسو ډیرو ولسي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د ځايي سرکاري چارواکي دمعلوماتو له مخې دغه پېښه د جمعې په ورځ ماسپښين مهال دهنګو او کرمې ترمنځ په بګن نومي سیمه کې وشوه.

یوه ځايي سرکاري چارواکي د پاکستان دولتي تلويزيون ته ويلي چې د سپرليو دوه فلاینګوچ ډوله موټر له هنګو نه د کرمې اجنسۍ پر لور روان ول چې دکوزې کرمې په بګن نومي غرنۍ سیمه کې تر وسله وال برید لاندې ونیول شول.

که څه هم دولتي سرچینو تر دا مهاله یواځې د اتو تنو د وژل کېدو خبر تائید کړی خو ازادې سرچینې بیا اصلي شمېره زیاته ښيي.

په سیمه کې ازاد خبريال زاهد مصري خان وايي ،د هغوی دمعلوماتو له مخې په دې پېښه کې اته تنه وژل شوي او نامالوم شمېر پکې ټپيان دي،همدا شان تر ډزو وروسته برید کوونکيو دواړه موټر سوځولي هم دي
کرمه او ور څېرمه هنګو هغه سیمې دي چې له تېرې شاوخوا یوې لسيزې راهیسې د مذهبي تاوتريخوالي او جګړو ترڅنګ تروريستي پېښې هم پکې زیاتې شوي.

له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د هنګو په دوآبې سیمه کې د پولیسو پر یوه تاڼه د موټر بم حمله شوې وه چې په ترڅ کې یې د ولسي خلکو په ګډون پېنځه دیرشو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کرمې او پېښور ترمنځ لویه لار چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په سیمه کې دمذهبي تاوتريخوالي له امله د خلکو پر مخ تړلې وه تېره میاشت دیوشمېر ځايي قومي مشرانو او مخورو په هلوځلو پرانستل شوه خو په روانه میلادي میاشت کې دا درېيم ځل دې چې ددې لارې په اوږدو کې دسپرليو پر موټرو دغه ډول بریدونه کېږي.

که څه هم قومي مشران او سرکاري چارواکي د لارې د امنيت ټینګولو هڅې کوي خو ځايي خلک اندېښنمن دي چې که زر تر زره یې مخه ونه نیول شي ښايي په سیمه کې یوارې مذهبي جګړې پيل شي.
XS
SM
MD
LG