د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي د ملګرو ملتونو د مالي چارو کمېټۍ له غړو سره ناسته کړې ده


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د مالي او اداري چارو د مشورتي کمېټۍ له یوشمېر غړو سره خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس لیکلي دي چې د مې پر اوومه په کابل کې په غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازیتوب، د بشري مرستو پر موثریت او په افغانستان کې د انکشافي پروژو د ملاتړ پر امکان خبرې وشوې.

طالبانو د ناستې په اړه په خبرپاڼه کې ویلي دی چې متقي په شخصي یا خصوصي څانګه او یوشمېر نورو برخو کې د ښځو رول مهمه وباله.

د ملګرو ملتونو د مالي او اداري چارو د مشورتي کمېټۍ مشر بچار بونګ عبدالله، چې د یوه ۲۰ کسیزه پلاوي مشري په غاړه لري، ویلي چې افغانستان ته یې د سفر هدف د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت (یوناما) د چارو ارزونه ده او غواړي د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته معلومات وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG