د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاهره کې د غزې جګړې درولو لپاره د خبرو دویم پړاو ترسره کېږي


په غزه کې د تېر کال له اکتوبر راهیسې جګړې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي ـ انځور له ارشیفه.
په غزه کې د تېر کال له اکتوبر راهیسې جګړې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي ـ انځور له ارشیفه.

ټاکل شوې چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزې تړانګه کې د اوربند اړوند د خبرو دویم پړاو پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د فلسطین په خاوره کې د جګړې پای ته د رسولو په اړه تړون رد کړی دی.

د برېتانیا د ورکړيو معلوماتو له مخې، مرکچیان هڅه کوي چې د اووه میاشتو راهیسې د روانې جګړې درولو لپاره وړاندیز شوې ۴۰ ورځنۍ وقفه عملي کړي او د فلسطینيو بندیانو په بدل کې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د مې پر پینځمه په قاهره کې د قطر، مصر او امریکايي مینځګړیو په موجودګۍ کې د خبرو دویم پړاو پیلېږی.

د حماس چارواکو پر اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تور پورې کړی دی چې" شخصاً" د تړون مخې ته "خنډونه" دروي، خو یو لوړپوړي اسراييلي چارواکي ویلي دي چې حماس د جګړې پای ته رسولو له غوښتنې څخه له په شا کېدو په انکار کولو "موافقې ته د رسېدو د امکان مخه نیسي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG