د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټن د امریکا له متحدینو غوښتي چې اوکراین ته هوايي دفاعي نظامونه ولېږدوي


د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن په واشنګټن کې د اوکراین په اړه تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي - د اپرېل ۲۶مې انځور.
د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن په واشنګټن کې د اوکراین په اړه تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي - د اپرېل ۲۶مې انځور.

د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن له خپلو ملګرو هېوادونو غوښتي چې اوکراین ته د پیټریاټ په نوم هوایي دفاعي نظامونه انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین په بیا بیا د روسیې له بریدونو د ښارونو او بېخبنا (انفراسټرکچر) په ساتنه کې د مرستې لپاره د ډېرو هوایي دفاعي سېسټمونو غوښتنه کړې ده.

اسټن د اپرېل پر ۳۰مه د امريکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټۍ ته وویل چې داسې هېوادونه شته چې پیټرياټ نظام لري او له همدې امله یې له هغو هېوادونو سره کار ته دوام ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د یوشمېر هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړې دي او هغوی یې هڅولي دي چې نور ظرفیت چمتو کړي.

اسټن د هېوادونو نومونه یاد نه کړل خو هسپانيا، یونان، جرمني، نېدرلینډز (هالینډ)، پولینډ او سویډن د هغو هوايي دفاعي نظامونو د لرونکو په توګه پېژندل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي تېره اوونۍ د ناټو غړو هېوادونو ته ویلي ول چې هېواد یې د روسیې د هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره لږ تر لږه اووه اضافي پیټریاټ هوايي دفاعي سېسټمونو ته اړتیا لري.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG