د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبليو اېف پي وايي هره مياشت ۵۰۰،۰۰۰ افغانانو ته خواړه رسوي


د خوړو د نړیوالې ادارې ټرکونه په افغانستان کې خوراکي توکي رسوي ـ انځور له ارشيفه
د خوړو د نړیوالې ادارې ټرکونه په افغانستان کې خوراکي توکي رسوي ـ انځور له ارشيفه

د خوړو نړیوالې ادارې (ډبليو اېف پي) ويلي دي چې په افغانستان کې هره مياشت تر پينځو لکو زياتو کسانو ته خواړه رسوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې د اپرېل پر ۲۳مه پر اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې هره میاشت د هغوی شاوخوا ۳۰۰ ټرکونه پر سړکونو تګ راتګ کوي او د هغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې تر نیم مېلیون (پينځو لکو) زیاتو وګړو ته د ژوند ژغورنې خواړه رسوي.

د خوړو نړيوالې ادارې زياته کړې چې په يوه ټرک کې د ۳۲۵ کورنیو لپاره خواړه موجود وي.

ډبليو اېف پي زياته کړې چې تر خپله وسه یې له اغېزمنو او اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کړي، خو بیا هم دا مرستې کافي نه دي ځکه د سږ کال په لومړو څلورو میاشتو کې له هرو درېیو کسانو يې یو د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

پر دې اساس د افغانستان شاوخوا ۱۶ مېليونه وګړي کافي خواړه نه لري.

په هغه ډله کې څلور مېلیونه کسان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي چې یوه لویه برخه یعنې ۳۲ لکه يې ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په وینا، په روان ۲۰۲۴ز کال کې ۲۳ مېلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري او ۱۷ مېلیونه افغانانو ته د اړنیو مرستو رسولو لپاره درې اربه (مليارد) ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG