د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت: د خیبر پښتونخوا اعلا وزير دې په ۱۵ ورځو کې دننه ځانګړو څوکيو ترلاسه کوونکو غړو ته سوګند ورکړي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه

پېښور های کورټ د خيبرپښتونخوا اعلا وزير او کابينې ته امر کړی چې په ۱۵ ورځو کې دننه دې د اسمبلۍ غونډه وغواړي او د ښځو او لږکیو په ځانګړو څوکيو له نومول شویو کسانو څخه دې حلف واخلي.

پېښور های کورټ د اپریل پر ۱۹مه په خپله پرېکړه کې ويلي دي چې حکومت د روسته پاتې ټولنو استازيتوب کوونکو څخه د حلف اخستو پر وړاندې مزاحمت کوي چې له کبله يې هغوی د اسبملۍ په غونډه کې ګډون نه شي کولی او د سېنېټ په انتخاباتو کې هم برخه نشي اخستی، کوم چې له ايين سرغړونه ده.

ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر دوهمه د ۳۰ سېنېټرانو د ټاکلو لپاره په قامي او صوبايي اسمبلیو کې انتخابات وشي خو په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ځانګړو څوکيو پر سر د جنجال له امله کمېشن هلته انتخابات وځنډول.

د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوه چې انتخاباتي کمېشن د ښځو او لږکیو ۲۵ څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل ته د ورکولو پر ځای د هغوی مخالفو ګوندونو ته ورکړې.

د تحریک انصاف سیاستوالانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ازادو نوماندانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد کونسل ورګډ شول خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو ورسره شریک کړی.

تر دې وړاندې پېښور های کورټ د اپرېل پر درېیمه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر او د هغه مرستیالې ته پر ځانګړو څوکیو ټاکلیو غړو ته د سوګند نه ورکولو له وجې د عدالت د سپکاوي نوټس ورکړی وو.

مخالفه ګوندونو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کي د ښځو او اقلیتونو پر څوکیو ۲۵ غړو ته د سوګند نه ورکولو پر معامله پېښور های کورټ ته درخواست ورکړی وو.

د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او مذهبي لږکیو لپاره ځانګړې څوکۍ وې چې تر انتخاباتو وروسته هر ګوند ته د هغوی ګټلو څوکیو په تناسب ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG