په سوات کې د افضل خان پوسټ ګريجوېټ زده کوونکو د اپریل پر ۱۹مه د مرکزي لارې تړل کېدو ضد او د امنيت ټينګښت لپاره مظاهره کړې ده.
مظاهرچيان د مټي څلور لاري ته ورغونډ شوي ول او مرکزي لارې يې د احتجاج په توګه تړلې وې.
په افضل خان پوسټ ګريجوټ کالج کې له ۳،۵۰۰ زيات زده کوونکې زده کړې کوي. دوی وایي، کالج ته تلونکې لار د امنيتي حالاتو له وجې تړل شوې او متبادل لاره ورته اوږده پرېوځي.
د مظاهرې يو ګډونوال عالم خان مشال راډيو ته وويل چې کالج ته تلونکې لاره د موټرو لپاره تړل شوې وه خو اوس پري پلی (پيدل) هم څوک نشي تللی:"زموږ د کالج مرکزي لار بنده کړل شوې ده او اوس خو عام خلک هم پري تګ راتګ نشي کولي."
د مظاهرې ګډونوالو وويل چې بايد انتظاميه دا ستونزه هواره کړې ځکه چې د زده کوونکو ترڅنګ عام ولس هم له ستونزو سره مخ دی.
بل پلو د مټي تحصيل مرستيال کمېشنر عبدالقيوم خان او نور چارواکيو د مظاهرچيانو سره خبرې وکړې او د لارې خلاصولو تر ژمنې وروسته زده کوونکو مظاهره ختمه کړه.