د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې ټرافيکي حادثه کې ۳ کسان وژل شوي ۵ ژوبل دي


په کواټ کې په ټرافيکي پېښه کې درې کسان وژل شوي دي: انځور اپریل ۱۶، کال ۲۰۲۴
په کواټ کې په ټرافيکي پېښه کې درې کسان وژل شوي دي: انځور اپریل ۱۶، کال ۲۰۲۴

د خیبر پښتونخوا په کواټ ضلع کې په یوه ټرافیکي پېښه کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

دا پېښه د اپریل پر ۱۶مه هغه وخت شوې چې کله د سپرلیو یو فلاینګ کوچ د یو موټر سره ټکر شو.

په کواټ کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند جواد اپریدي مشال رېډيو ته ويلي دي چې دا حادثه پر انډس های وې د لاچۍ سیمې په ډبر څلور لاره کې رامنځته شوې ده.

جواد زياتوي چې په وژلو شویو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي او ژوبل کسان یې روغتون ته رسولې دي.

د مارچ پر ۲۸مه هم د خیبر پښتونخوا په بونېر کې په ټرافیکي پېښه کې اته تنه وژل شوي ول.

دغه راز د بلوچستان په حب ضلع کې د اپرېل په ۱۰ مه په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي وو.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

XS
SM
MD
LG