د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګڼو هېوادونو د منځني ختیځ پر حالاتو اندېښنه ښوولې ده


ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه وکړل: انځور اپریل ۱۳، کال ۲۰۲۴
ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه وکړل: انځور اپریل ۱۳، کال ۲۰۲۴

د نړۍ سیاسي او سفارتي مشرانو په منځني ختیځ کې په جګړه کې د زیاتوالي وېره څرګنده کړې او په دې لړ کې یې پر زغم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ د اسراییلو له خوا ایران ته د هغه بې ساري برید ځواب ورکولو ته شېیې شماري چې ایران د تېرې اونۍ په پای کې پر اسراییلو کړی وو.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بورېل ویلي: "موږ د پاڼ یا کمر پر څنډه ولاړ یو او په کار ده چې له دې ځایه لرې شو."

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی له ایران سره جګړه او سیمه ییزه شخړه لیدل نه غواړي. خو د ده په وینا، دا پرېکړه کول د اسراییلو کار دی چې هغوی که ځواب ورکوي نو څنګه به یې ورکوي؟

د فرانسې، جرمني او بیلجېم په ګډون ګڼوهیوادونو د ایران سفیران ورغوښتي دي.

ایا پر اسراییلو د ایران حمله په پراخه جګړه اوښتای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:05 0:00

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له خپلو اتحادیانو سره پر دې کار کوي چې زیات شوی کړکېچ را کم کړي.

د روسي ولسمشر دفتر د اپرېل پر ۱۵مه ویلي چې د کړکېچ لا زیاتېدل د هیچا په ګټه نه دي. دوی غږ کړی دی چې له سیاسي او سفارتي لارې دې حل ولټول شي.

دا تر هغې وروسته ده ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه کړي دي.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

د برید پر مهال د بیت المقدس په اسمان کې لویې چاودنې وشوې او د رڼا څراغونه لیدل کېدل.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG