د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالان وايي، د بر جنوبي وزیرستان پرېس کلب انټرنېټ نه لري


په پېښور کې خبریالان پر انټرنېټ خپل کار کوي ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې خبریالان پر انټرنېټ خپل کار کوي ـ پخوانی انځور.

د بر جنوبی وزیرستان خبریالان غوښتنه کوي چې حکومت دې پرېس کلب ته انټرنېت ورکړي.

د مسود پرېس کلب جنرل سېکريټري سکندر حيات خان د اپرېل پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وويل چې د انټرڼېټ د نشتوالي له کبله خبريالان د خبرونو استولو لپاره ټانک يا ډېره اسماعيل ته ځي.

هغه وویل " په لدها کې مسود پرېس کلب له یوه نېم کال راهيسې جوړ شوی دی خو دا د پیريانو په کور بدل شوی دی ولې چې هلته د صحافیانو لپاره کوم بنيادي شی دی، انټرنېټ، د هغه سهولت تراوسه پورې حکومت نه دی ورکړی. د انټرنېټ د نشتوالي له وجې صحافيان چې د ميډیا کومه ذمه واري پر غاړه لري هغه نه شي پوره کولای."

په پاکستان په بېلا بېلو ځایونو کې خبریالان مرکزونه لري چې پرېس کلب ورته ویل کېږي. هغو مرکزونو ته خبریالان د رپورټونو جوړولو، راټولولو، د خبریالانو پر ستونزو د خبرو او نورو صحافتي کارونو بشپړولو لپاره نېږدې ورځي.

مشال راډيو په دې اړه د ضلعي له ډپټی او اېډېشنل ډپټی کمېشنرانو سره د رابطو کوشش وکړ خو بریالۍ نه شوه، البته د سيمې د صوبايی اسبملۍ غړي اصف خان مشال راډیو ته وويل چې دا مسله به له چارواکو سره راپورته کوي.

XS
SM
MD
LG