د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې ۳ ماشومان وژلي دي


د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو، په ځانګړې توګه جنوبي وزیرستان کې لا هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو، په ځانګړې توګه جنوبي وزیرستان کې لا هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي.

د بر سویلي وزیرستان په شوال سیمه کې د ځمکلاندې بم یا ماین په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ځاي انتظامي چارواکیو مشال راډیو ته ویلي چې دا پیښه د اپریل پر ۱۲مه په شوال کې رامنځ ته شوې ده چې پکې د فخرالدین، حکیم الله او نور محمد نومي ماشومان وژل شوي دي او د حکمت الله په نامه یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت او پوځ غږ کړی دی چې سیمه دې زر تر زره له مایونونو پاکه کړي.

ځايي خلکو هم مشال راډیو ته ویلي چې په سیمه کې وخت په وخت د ماین چاودنو د دوی یو شمېر ماشومان وژلي او معذوره کړي دي او حکومت دې د ماینونو لیرې کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د پاکستان پوځي چارواکو تر داسې پېښو وروسته تل هغه دریځ وړاندې کړی دی چې دوی د ماینونو د پاکولو کار روان کړی دی.

په نړۍ کې هر کال د اپریل پر څلورمه د ماینونو یا ځمکلاندې بمونو په اړه د پوهاوي زیاتولو او د ماینونو د پاکوالي ورځ لمانځل کېږي.

خو د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو، په ځانګړې توګه په جنوبي وزیرستان کې لا هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې لا هم ګڼ ماينونه پراته دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:07 0:00

په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې کله پیل شوې؟

د جنوبي وزیرستان خلک وایي په زیاترو سیمو کې په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم په پوځي عملیاتو کې ماینونه خښ کړل شوي دي. د دوی په خبره دا ماینونه زیاتره په هغو ځایونو کې ول، چېرته چې پوځیان پراته ول. خو د پوځ تر وتلو ورسته د دغو ماینونو پاکولو اړخ ته هېڅ پام نه دی شوی.

د جنوبي وزیرستان ځینې مشران وايي، دوی د مایونونو پاکولو په اړه پخپله پوځ ته درخواستونه لیکلي او ځایونه یې هم ورته په نښه کړي دي، خو څه پرمختګ پکې نه دی شوی. د راه نجات په دوران په جنډوله کې هم د ولسي خلکو کورونه ړنګ شوي او دغلته د ځمکلاندو بمونو د ګڼو چاودنو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان ولس په بیا بیا خپلې سیمې له ماینونو نه د پاکولو غوښتنه لري. قبایلي ضلعې له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه غوښتنه هم ده.

په جنوبي وزیرستان او ځینو نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت په پوځیانو او ملېشه ځواک هم د ماین چاودنو پېښې شوي دي چې پکې امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

XS
SM
MD
LG