د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف وايي پاکستان له امریکا سره اړيکو ته اساسي ارزښت ورکوي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف امريکايي ولسمشر ته ځوابي لیک استولی دی. (انځور: ارشیف)
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف امريکايي ولسمشر ته ځوابي لیک استولی دی. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف امريکايي ولسمشر ته په ځوابي خط کې ويلي چې اسلام اباد له واشنګټن سره اړيکو ته اساسي ارزشت ورکوي.

د پاکستان د حکومت پر رسمي اېکس پاڼه د مارچ پر ۳۱مه ليکلي چې وزیراعظم ولسمشر بايډن ته په ځوابي ليک کې ويلي چې دواړه هېوادونه د توانايي، موسمياتي بدلون، زراعت، صحت او تعليم په برخو کې په ګډه مهم کارونه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان غواړي چې د نړيوال امن او سلامتيا او د سيمې د پرمختګ او سوکالۍ په لړ کې د ګډو هدفونو ترلاسه کولو لپاره له امريکا سره کار وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې امريکايی ولسمشر جو بايډن شهباز شريف ته په استولي خط کې ويلي ول چې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمینځ ملګرتيا د نړۍ او خلکو د امنيت لپاره مهمه ده.

د پاکستان دولتي راډیو د مارچ پر ۲۹مه خبر ورکړی وو چې جو بايډن په ليک کې ويلي چې امريکا به د نړۍ اوسیمې په مهمو چېلنجونو کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه وي.

شهباز شريف ته تر وزیراعظم جوړېدو وروسته دا هغه ته د ولسمشر بایډن لومړۍ ليک وو. ولسمشر جوبایډن په هغه لیک کې د پاکستان نوي منتخب حکومت ته د نیکو هېلو څرګندونه کړې وه.

ولسمشر وویل چې د ټولو لپاره د عامې روغتیا، اقتصادي پرمختګ او تعلیم تضمین کول یو هدف دی او دواړه هېوادونه به په ګډه دې ته وده ورکړي.

نوموړي وويل چې دواړه هېوادونه به د امريكا او پاكستان شین اتحاد فريم ورک له لارې د چاپېريال د ښه كولو لپاره خپل اتحاد ته دوام وركړي.

جو بایډن د ۲۰۲۲ز کال د سېلابونو له ویجاړونکو اغېزو څخه د ژغورنې په برخه کې پاکستان ته د کرنې پراختیا، د اوبو مدیریت او د ژغورنې په برخه کې د مرستو جاري ساتلو هوډ هم څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG