د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د بارانونو پر مهال د کور نړېدو پېښه کې ۲ ښځې وژل شوې دي


د مارچ پر لومړۍ نېټه په بارانونو کې د وران شوي کور انځور.
د مارچ پر لومړۍ نېټه په بارانونو کې د وران شوي کور انځور.

د افغانستان په خوست کې د ورښتونو پر مهال د یو کور نړېدو په پېښه کې دوه ښځې وژل شوې او درې ماشومان ژوبل شوي دي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار مشال راډیو ته وویل چې پېښه د مارچ پر لومړۍ نېټه ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ځاځي میدان ولسوالۍ په خرلوټي کلي کې شوې ده.

دی وايي، وژل شوي او ژوبل د یوې کورنۍ غړي دي.

احرار زیاتوي چې ټپیان د بیړنۍ درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د یوشمېر نورو سیمو په شان په خوست کې هم له دوه ورځو راهیسې بارانونه روان دي. په هغه هېواد کې د ورښتونو پر مهال وخت په وخت د کورونو د چتونو او دېوالونو پرېوتو پېښې کېږي چې مرګژوبله اړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG