د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان مړه شوي، ۲۵ ژوبل دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې په ترسره شویو ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

دا ترافیکي پېښې په لورالای، چاغي، مکران او مستونګ سیمو کې ترسره شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې په لورالای کې د سېپټېمبر د ۲۲مې او ۲۳مې په منځنۍ شپه پر ډېره غازي خان سړک د دوو ګاډو ترمنځ په ټکر کې شپږ کسان مړه شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. په وژلو شویو کې دوې مېرمنې او یو ماشوم هم دی. د لورالای د ځايي خبریالانو په وینا په پېښه کې وژل شوي ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

هلته په چاغي کې بیا له خارانه دالبندین لوري ته د یو ګاډي د اوړېدو له وجې درې کسان مړه شوي او ۱۵ نور ژوبل دي. وژل شوي او ژوبل کسان تبلیغیان دي. دا پېښه هم د سېپټېمبر په ۲۲مه نېټه شوې ده. د لیویز د چارواکو په وینا دا ګاډی اجتماع ته روان وو او تبلیغیان یې لېږدول.

او درېیمه پېښه د مکران په ساحلي لویې لارې ( کاسټل های وې) باندې د یو ټرالر د بریکونو د خرابېدو له وجې مخې ته راغلې ده. په دغه حادثه کې دوه کسان وژل شوي دي. همدارنګه کوټې ته څېرمه په مستونګ کې د یوې لارۍ او ټوډي ګاډي ترمنځ په ټکر کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

په بلوچستان کې ډېری وخت ترافیکي حادثې د ډرایورانو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خراب وضعیت له وجې مخې ته راځي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG