د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټایټن اوبتل د پنځه واړه مساپرو مړینه تایید شوه


ټایټان اوبتل د جون پر ۱۸مه، یوه پیړۍ پخوا په سمندر کې د تبا شوي سمندري جهاز ټایټانک لیدو ته د ورتلو په مهال په لاره کې ورک شوی وو.
ټایټان اوبتل د جون پر ۱۸مه، یوه پیړۍ پخوا په سمندر کې د تبا شوي سمندري جهاز ټایټانک لیدو ته د ورتلو په مهال په لاره کې ورک شوی وو.

د امریکا ساحلي ګارډ چارواکي وايي داسې ښکاري چې په ورک شوې سب میرین (اوبتل) کې سپاره پنځه واړه کسان په ''ویجاړونکې چاودنه'' کې وژل شوي دي.په وژل شویو کې دوه پاکستانیان هم شامل دي.

له دې اعلان سره د هغه اوبتل لپاره نړیوال لټون پای ته ورسید چې د سمندر په بېخ کې د ټایټانک بېړۍ د لیدو لپاره د سفر په جریان کې ورک شوی وو. د امریکا د ساحلي ګارد ریر اېډمیرل جان ماوګر د جون پر ۲۲مه په بوسټن کې خبري کانفرانس ته وویل چې سمندري روبوټ چې د کاناډا له یوې بېړۍ څخه ګمارل شوی د ټایټانیک له کمان څخه ۴۸۸ میتره لرې د څلورو کیلومترو په ژوروالي کې د اوبتل ملبه موندلې ده.

په ټایټن اوبتل کې د پاکستاني سوداګر شهزاده داوود او د هغه د زوی سلېمان داوود ترڅنګ بریتانوی سوداګر او شتمن هامېش هارډېنګ، فرانسوی سمندر پېژندونکی او د ټایټانیک ماهر پاول هینري نارجیولټ، د اوبتل مالک سټاکټن رش هم ناست ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا پر ټویټر په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي: "په شمالي اتلانتیک کې د ټایټان اوبتل د برخلیک په غمجن خبر د داوود کورنۍ او د نورو مسافرو خپلوانو ته خپله ژوره خواشیني څرګندوو او له تېرو څو ورځو راهیسې د لټون لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د هڅو ستاینه کوو..

په کراچۍ کې د داوود کورنۍ د خپلې کورنۍ د غړو پر مړینه خواشینې ښکاره کړېده او همدا رنګه یې ویلي دي چې په دې پېښه کې د نورو وژل شویو کسانو کورنیو ته هم تسلیت وړاندې کوي. یادې کورنۍ د شهزاده داوود او سلېمان داوود انځورونه د جون پر ۲۳مه پر ټویټر خپاره کړې دي.

۴۸ کلن شهزاده داود او د هغه زوی ۱۹ کلن سلیمان د پاکستان له یوې مشهورې کورنۍ سره تړاو لري. د داود هرکولس کارپوریشن په نامه ددوی کاروبار په کراچۍ کې دی، او د کرنې، پیټرو کیمیکل، او مخابراتو د جوړښت په میدان کې کار کوي.

د برتانیې حکومت هم له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د امریکا ساحل ساتونکو د ټایټان په نامه اوبتل د موندلو لپاره د څلویښت ساعتونو نړیوال لټون رهبري کوله. دا سب میرین د جون پر ۱۸مه، یوه پیړۍ د مخه ډوب شوي سمندري جهاز 'ټایټینیک' د ملبې لیدو لپاره په لاره ورک شوی وو. د جون په ۲۲ مه په اوبتل کې سپرو د ژوندي پاتې کېدو لږ امید پاتې وو ځکه چې تر هغې نېټې په اوبتل کې ذخیره شوې اکسیجن موجود وو.

XS
SM
MD
LG