د لاسرسي ځای

تازه خبر

نغمه: د استاد ګلزمان قدرداني نه په ژوندوني وشوه نه پر مړینه


نغمه وايي، د هغه د مشهورو سندرو کمپوزونه استاد ګلزمان جوړ کړي وو: د ارشیف انځور
نغمه وايي، د هغه د مشهورو سندرو کمپوزونه استاد ګلزمان جوړ کړي وو: د ارشیف انځور

د استاد ګلزمان پر مړینه پښتانه هنرمندان هم خپه دي او په دغو هنرمندانو کې وتلې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه هم شامله ده.

نغمه وايي، استاد ګلزمان ورته وخت په وخت ډېر ښکلي طرزونه او کمپوزونه جوړ کړي وو. د نوموړې په وینا د هغوی ډېری جوړه او ځان له سندرې چې د افغانستان راډیو ـ تلویزون ته یې ثبت کړې وې، د استاد ګلزمان لخوا یې کمپوز ورته جوړ شوی و.

نغمې له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال، پر دې هم خپګان ښکاره کړ چې د استاد ګلزمان قدرداني نه په ژوندوني وشوه او نه یې هم پر مړینه د هغه د حیثیت مطابق پروټوکول ورکړل شو. نغمه وايي، د هنرمندانو سره باید د افغانستان حکومتونه مناسبه رویه خپله کړي. مشال راډیو له ښاپېرۍ نغمې سره مرکه کړې چې دلته یې اورېدلی شئ:

د سندرغاړې نغمې مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:12 0:00

XS
SM
MD
LG