د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې سېلاوونو ۱۴ کسان وژلي


په تېرو دوو ورځو کې په هرات کې زيات بارانونه شوي دي. ارشیف-انځور
په تېرو دوو ورځو کې په هرات کې زيات بارانونه شوي دي. ارشیف-انځور

د افغانستان په هرات ولایت کې د ناڅاپي سېلاوونو د راوتو له وجې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د مې پر څلورمه رسنیو ته وویل، سېلاوونه په ادراسکان ولسوالۍ کې د مې پر درېیمه راوتلي او په وژل شويو کې څلور ماشومان هم دي.

نوموړی وايي، د دوو مړو پېژندګلوي لا نه ده شوې.

ځايي چارواکي وايي، په اوبې او کاروخ ولسوالیو کې هم سېلاوونه راغلي خو د ممکنه زیانونو په اړه څه معلومات نه دي وررسېدلي.

په تېرو دوو ورځو کې په هرات کې ډېر زيات بارانونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG