د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال پرلیکه "ان لاین" مشاعره


دا اوونۍ په خپرونه کې پرلیکه یا ان لاین مشاعره لرو. په دې راډیويي مشاعره کې د بلال څاروان، اباسین یوسفزي، لونګین اپریدي، خالد اورکزي، ساجد بهار، عزت الله ځواب، سلیم قرار، سیال محمد سیال او د ودان اتمانخېل شعرونه اورېدلی شئ.

د پسرلي ورځې شپې دي، په دې ورځو کې طبیعت د ښېرازۍ پل اخلي، ځمکه نوې ګلابي او شین بخن لباس اغوندي او د شاعرانو خو الوت ته زړه کېږي.

د مارچ پر ۳۰مه د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل کلیزه دودیزه مشاعره د باچاخان په کمپلېکس کې جوړه شوې وه. موږ د نارنج ګل په پلمه تاسو لپاره ان لاین راډیويي مشاعره جوړه کړه.

دا روایتي مشاعره نه چې ټول شاعران به په یوې چرګۍ سره راټول وي او د واه واه په بدرګه کې به یو بل ته شعرونه وايي خو هڅه مو کړې چې ستاسو شعري تنده د ښو شاعرانو پر شعرونو ماته کړو.

مشاعره دلته واورئ:

مجله دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:32:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG