د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشر ډلې د سمسور وطن لپاره زرګونه ونې کښېنولې


د دې ځوانانو تر شا د سالمین خپلواک او د هغه د ملګرو لوی لاس دی. دوی د ژوب ترڅنګ په لورالای، کلاسیف الله، خانوزۍ، مسلم باغ او یو شمېر نورو سیمو کې هم ونې بوټې کرلي دي.
د دې ځوانانو تر شا د سالمین خپلواک او د هغه د ملګرو لوی لاس دی. دوی د ژوب ترڅنګ په لورالای، کلاسیف الله، خانوزۍ، مسلم باغ او یو شمېر نورو سیمو کې هم ونې بوټې کرلي دي.

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ځوانان د پسرلي په راتګ سره د اشر په ډول ونې بوټي کري. دوی خلک دې ته تشویقوي چې شته ونې دې نه وهي او نوې نيالګې دې کښېنوي.

د اشر په نوم یو غیر حکومتي تنظیم د هنرمندانو او ټوکمارو په بدرګه کلي په کلي ګرځي او خلکو ته د کنسرټ او د ټوقو ټقالو د محفلونو د وړاندې کولو نه پس، له هغوی غواړي چې ورسره دې په دې ښه کار کې ملګري شي.

د دې ځوانانو تر شا د سالمین خپلواک او د هغه د ملګرو لوی لاس دی. دوی د ژوب ترڅنګ په لورالای، کلاسیف الله، خانوزۍ، مسلم باغ او یو شمېر نورو سیمو کې هم ونې بوټې کرلي دي. سالمین ځپلواک مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه یې زرګونه نیالګي کښېنولي دي:

"تر ۱۸ زرو پورې ونې مو په ژوب کې کښېنولې، داسې مو په لورالای کې ونې ولګولې، تر شیراني، مسلم باغ او داسې بیا تر خانوزۍ پورې مو کار وکړ. نو زه ویلی شم چې د اندازې له مخې د ۴۰ او ۵۰ زرو په منځ کې ونې مو لګولې دي."

د اشر ډله ماشومان هم تشویقوي چې ورسره د ونو بوټو کرلو کې برخه واخلي.
د اشر ډله ماشومان هم تشویقوي چې ورسره د ونو بوټو کرلو کې برخه واخلي.

نوموړی وايي، مخکې تر دې چې د ونو بوټو د کرلو عملي کار پیل کړي، تر څو میاشتو پورې یې په شفاهي ډول خلک دې کار ته هڅول او اوس یې دا کار عملا پیل کړی. دې ځوان د خلکو د توجه د راجلبولو لپاره د سیمې هنرمندان او کامیډین هم له ځانه سره کړل. هغه پخپله کیسه درته کوي:

"ما د اشر په بڼه خلک راټولول، هغو ته به زما ملګرو رازو کاکړ او مقصود مسید ټوقې کولې او سندرې به یې ورته ویلې، بیا به وروسته دواړو خلکو ته وویل، د وطن په سمسورتیا کې راسره ملګري شئ. د هغې په نتیجه کې به ډېر خلک راسره ملګري شول."

رازو کاکړ د سیمې یو داسې هنرمند دی چې د خلکو پر مخونو مسکا خورول ثواب ګڼي، خو خپلې هڅې همدې پورې نه محدودوي، بلکې د اشر ډلې سره هم په بدرګه ځي او خلکو ته د شین او سمسور وطن ارمان مخې ته ږدي. هغه په ټوقو ټوقو کې خلک دې کار ته هڅوي.

دا راپور په غږ کې واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:54 0:00

رازو کاکړ مشال راډیو ته وویل، د وطني احساس له مخې د اشر ډلې سره ملګری شوی او ځای پر ځای ورسره ګرځي:

"دا یو لوی کار دی، که خدای کول خپله سیمه به اباده کړو ، دا خو ډېره ښه خبره ده. په دې لاره کې یو ادنا غوندې غړی رازو کاکړ هم دی. ما ورسره ژمنه کړې چې که شپه وي او که ورځ ورسره به یم."

د رازو کاکړ سره هنرمند مقصود مسید هم د خلکو په ویښولو کې کومک کوي. مقصود مسید د وزیرستان ځوان دی، ښکلي هنرونه یې په لاهور کې لوستي او په نوې موسیقۍ کار کوي، هغه به د اشر ډلې سره چم په چم ګرځېدو او د هنري محفلونو له لارې به یې خلک د ونو بوټو کر ته بلل. نوموړي مشال راډیو ته وویل:

"د خلکو پام مو ځان ته واړولو، هغوی راسره په بیلابيلو سیمو کې د ونو بوټو د کرلو بهیر کې برخه واخېسته او دا کار اوس هم روان دی. "

د بلوچستان د وایلډ لایف پراجېکټ ډایرکټر نیاز کاکړ وايي، په بلوچستان صوبه کې پخوا ډېر ځنګلونه وو، چې بېدرېغه ووهل شول. هغه وايي، اوس چې ځوانان راپاڅېدلي او په دې مهم کار کې برخه اخلي نو هغوی یې هم ملاتړ کوي.

هغه وړاندې وايي:

"د ماحولیاتي بدلون د مخنیوي لپاره د اشر ډلې هڅې ډېرې د ستایلو وړ دي ځکه چې دوی په رضاکارانه ډول د ټول ولس د ګټې لپاره پروژې عملي کوي. حکومت په یواځې ځان هر څه نه شي کولی، د سالمین خپلواک په شان د ځوانانو مرسته ډېره اړینه ده."

د اشر ډلې ملګري په خپله مرسته ونې لګوي.
د اشر ډلې ملګري په خپله مرسته ونې لګوي.

نیاز کاکړ وايي، د اشر ډلې دغه هڅې د حکومت د هغه پلان په عملي کولو کې هم مرسته کوي چې د سونامي په نوم یې په ټول ملک کې د ونو د کښېنولو لپاره پیل کړی دی.

د بلوچستان د کرهڼې د ادارې د څېړنې د ادارې ډایرکټر جنرل جمعه خان ترین وايي، د اشر ډلې هڅې نه یواځې ستايي بلکې د هغو سره د نیالګیو مرسته هم کوي:

"موږ له دغو ځوانانو سره د هغو نیالګیو مرسته کوو چې د بلوچستان په خاوره ښه حاصل ورکوي، موږ دوی ته د زیتونو بوټي ورکړي او نوره مرسته هم کوو. هغه زمیداران چې تر موږ نه شي رسېدای د اشر ډلې نه مرسته ترلاسه کولی شي."

سالمین خپلواک وايي، بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده او ۴۰ زره یا ۵۰ زره ونې ورته کافي نه دي، هغوی به هڅه کوي چې دا لړۍ جاري وساتي او په کروړونو ونې کښېنوي.

XS
SM
MD
LG