د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان د سعودي تازه سفري بندیزونو پښتانه کارګران اندېښمن کړي


د ارشیف انځور: د سعودي په ریاض ښار کې د کورونا د ټولبند پر مهال بهرني کاریګر د کار په لټون د لارې پر سر ناست دي.
د ارشیف انځور: د سعودي په ریاض ښار کې د کورونا د ټولبند پر مهال بهرني کاریګر د کار په لټون د لارې پر سر ناست دي.

د سعودي عرب له خوا د پاکستان په ګډون په ۲۰ نورو هېوادونو د سفري بنديزونه تازه اعلان په هغه هېواد کې پاکستاني کارکوونکي اندېښمن کړي دي.

د کورونا زياتېدونکو پېښو ته په پام سره سعودي حکومت د فېبرورۍ له درېمې نېټې څخه د ۲۰ هېوادونو د وګړيو پر ورتګ بنديز ولګاوه. دا په تېر يوکال کې دويم ځل دی چې سعودي حکومت د پاکستان په ګډون پر يو شمېر هېوادونو سفري بنديزونه لګوي.

تر دې وړاندې سعودي عرب د مارچ پر ۱۴مه نېټه سفري بنديزونه لګولي ول چې د جون په مياشت کې يې ختم کړل. دغو بنديزونو يوشمېر هغه پاکستان اغېزمن کړي چې په سعودي عرب کې يې کارونه کول خو د چټيانو لپاره کور ته تللي ول او هم هلته يې ويزې ختمې شوې وې.

دا ځل هم د سعودي عرب حکومت دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په ګڼ شمېر پاکستانيان په رخصتيو کورنو ته تللي او پلان يې درلود چې بیرته ولاړ شي.

په دوی کې يو هم د ږوب محمد دين دی، دی په رخصتي کورته تللی او د فېبرورۍ پر اتمه نېټه يې بېرته سعودي عرب ته تګ لپاره ټګټ اخیستی دی.

د ده په وینا، ((زما د رخصتۍ ويزه په ختمېدو ده او اندېښمن یم چې که د فېبرورۍ تر اتمې نيټې پورې بیرته ولاړم نه نو اقامه يا ويزه به مې د تل لپاره ختمه شي.))

په سعودي عرب کې شاوخوا ۲۵ پاکستانيان کارکوي. د نړۍ په زياتره هېوادونو کې قانون دا وي چې که يو څوک کاري ويزه ولري نو هر وخت کولای شي چې په رخصتيو کور ته ولاړ شي خو په رياض کې اوسېدونکی مزمل شاه وايي چې د سعودي عرب قانون مختلف دی.

د ده په وینا، کوم کارکوونکی چې په رخصتيو کور ته ځي نو هغوي ته له سعودي عرب څخه د وتو او د ورننوتو ويزه ورکول کېږي او هغه کس به په يو خاص وخت کې بېرته ورستنيږي او که ستون نشو نو کاري ويزه چې ورته اقامه وايي به يې بیا د تل لپاره ختمه شي.

کله چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ په مياشت کې سعودي عرب د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې پر پاکستانيانو سفري بنديزونه ولګول نو هغه مهال چې کوم خلک پاکستان ته تللي ول په هغوي کې د يوشمېر کسانو کاري ويزې ختمې شوې وې.

په دوی کې د ډېره اسماعيل خان عابد علي شاه هم وو چې له تېرو اوو کالونو راهيسې په سعودي عرب کې کار کولی خو چې کله درې کاله وروسته په رخصتيو کور ته ستون شو نو هم دامهال سفري بنديزونه ولګېدل.

نوموړي د فېبرورۍ پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د مارچ پر ۲۸ مه نېټه به بېرته سعودي عرب ته ستنېدلی خو د سفري بنديزونو له کبله يې ويزه ختمه شوه او اوس له شاوخوا يوکال راهيسې هڅه کوي چې له کمپنۍ بله ويزه ترلاسه کړي خو لا بريالی شوی نه دی.

هغه په تعميراتي کمپنۍ کې کار کولی چې د ده په وينا، د میاشتې به يې لږ تر لږه يو لک روپۍ ګټلې.

(( له تېر یوکال راهيسې بې روزګاره یم، جمع کړې پیسې مې هم ختمې شوې، د ماشومانو فيسونه نشم ورکولای نو هغوي مې له سکول راواېستل، زما په کمپنۍ باندې اووه لکه روپۍ لاهم پور دي او په تېر يو کال کې مې لږ تر لږه ۱۵ لکه روپۍ تاوان شوی دی.)

د عابد علي شاه په شان د شمالي وزيرستان شېر منور هم د سفري بنديزونو له وجې کاري ويزه ختمه شوې وه خو دی په دې لحاظ خوشبخته دی چې سعودي کمپنۍ بله کاري ويزه ورولېږله البته بدبختي دا شوه چې دی به د فېبرورۍ پر نهمه بیرته سعودي عرب ته تلی چې يو وار بیا سفري بنديزونه ولګېدل.

نوموړي د فېبرورۍ پر څلورمه نېټه مشال ريډيو ته وويل چې په دويمه ويزه کې يې يوه مياشت یاني د مارچ تر اتمې پورې وخت شته نو دعا کوي چې تر هغو سفري بندیزونه ختم شي.

د سعودي عرب پر پاکستان د سفري بنديزونو تازه اقدام هغه خلک هم اغېزمن کړي چې د اول ځل لپاره يې د سعودي عرب کاري ويزې ترلاسه کړي دي. په دوی کې د لورالايي عبدالوهاب هم دی چې د فېبرورۍ پر اتمه نېټه يې د سعودي ټکټ اخيستی.

نوموړي د فېبروۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل، اندېښمن دی چې سفري بنديز يې ويزه ورخرابه نکړي.

دی وايي: (ما په پنځه لاکه روپۍ د سعودي عرب ويزه ترلاسه کړې ده او ۸۰ زره روپۍ مو په ټکټ لګولې دي نو وېرېږم، هسې نه چې ويزه مې په سفري بنديز کې ختمه شي.))

کله چې د سعودي عرب حکومت د فېبرورۍ پر دريېمه نېټه پر پاکستان او نورو هېوادونو سفري بنديزونه اعلان کړل نو په سعودي کې مېشت هغه پاکستانيانو هم رخصتۍ او ټکټونه ځنډول چې پاکستان ته د تلو پلان يې درلود.

د سوات مزمل شاه او داور شاه پلان درلود چې د فېبرورۍ پر اتمه نېټه پاکستان ته ولاړ شي خو د داور یې خپل پلان وځنډاوه.

سعودي عرب يوازې د پاکستانيانو پر ورتګ بنديز لګولی خو که څوک له سعودي عرب وتل غواړي نو اجازه لري چې ولاړ شي. د پاکستان هوايي شرکت پي ای اې د بندیز تر اعلان وروسته د فيبرورۍ پر درېیمه نېټه وويل چې دوی به اوس هم له سعودي عربه پاکستان ته خپلې الوتنې جاري ساتي.

په عرب هېوادونو کې سعودي عرب هغه هېواد دی چې پکې د کورونا وايرس پېښې زياتې دي. په دې هېواد کې د فېبرورۍ پر درېیمه نېټه د کورونا وايرس ۳۰۱ پېښې ثبت شوې وې چې دا د تېرې مياشتې په مقابل کې څلوره چنده زياتې وې. د جان هاپکينز پوهنتون له مخې د فېبرورۍ تر څلورمې پورې په سعودي عرب کې کورونا وايرس په مجموعي توګه نږدې درې لکه ۶۹ زره کسان ځپلي او شپږ زره ۳۸۶ ورڅخه مړه شوي خو په دې کې درې لکه ۶۹ جوړ شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG