د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د پي ای اې الوتنو اجازتنامه وځنډوله


د پاکستان هوایي شرکت پي ای اې الوتکې (ارشیف)
د پاکستان هوایي شرکت پي ای اې الوتکې (ارشیف)

د اروپايي اتحاديې د هوايي چلن خوندیتوب ادارې اروپايي هېوادونو ته د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اې د الوتنو اجازتنامه تر شپږو میاشتو ځنډولې ده.

دغې ادارې د جون پر ۳۰مه په خپل بيان کې ويلي چې په دا وروستيو کې د پاکستان په پارلېمان کې پلټنو وښودله چې په دې هېواد کې د پايلټانو زياتې برخې ته ورکړل شوي اجازتنامې ناچله دي نو له همدې امله د پاکستان د دولتي هوايي شرکت او شخصي الوتکو ورتګ ځنډوي.

دا اعلان له هغه وروسته شوی چې تېره اونۍ د پاکستان حکومت د دغه هېواد ۲۶۲ پايلټان چې درېيمه برخه يې د پي ای اې وه، پر کور کښېنول ځکه د هوايي چلن وزير د هغوی اجازتنامې مشکوکه وبللې.

اروپايي هېوادونو ته به د پاکستانيو الوتکو د نه ورتګ امر د جولای له څلورمې نېټې پلی کېږي.

د اروپايي اتحاديې له دې اقدام وروسته بريتانيا هم د پاکستانيو الوتکو ورتګ ځنډولی دی.

بلخوا د پاکستان دولتي هوايي شرکت په خپل بيان کې ويلي دوی هيله لري چې د پاکستاني حکومت او پي ای اې د انتظاميې لخوا به د رغنده ګامونو په پورته کولو سره د الوتکو ځنډ ژر پورته کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG