د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوزڼ وهلی ځوان د کورونا وايرس پوهاوي کمپاين مخ ته وړي


ضيا خان
ضيا خان

۴۰ کلن ضيا خان د درو کلونو و چې په ګوزڼ (پوليو) ناروغۍ اخته شو. خو د وخت په تېرېدو سره نوموړي نه يواځې په پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې وکړې بلکې د مدني فعاليت تر چتر لاندې يې هم له بېلا بېلو لارو د ولس خدمت ته ملا تړلې ده. د نوموړي کار او زيار ته په کتو ملګرو ملتونو هغه ته جايزه هم ورکړې ده.

ضيا خان اوس د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره په بلوچستان کې کمپاين کوي. احمد شاه اعظمي له نوموړي سره مرکه کړې و په لومړي سر کې يې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د هغه د کمپاين لارې چارې ورڅخه پوښتلي دي.

له ضيا خان سره د احمد شاه اعظمي مرکه لاندې اورېدلای شئ.

ګوزڼ وهلی ځوان د کورونا وايرس پوهاوي کمپاين مخ ته وړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG