د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو ستونزو او اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره بله کمېټي جوړېږي


اسد قیصر وايي عمران خان د قبایلو پرمختګ ته لېواله دی
اسد قیصر وايي عمران خان د قبایلو پرمختګ ته لېواله دی

پېښور - د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ویلي، د قبایلي سیمو د ستونزو هواري او د قبایلو د اندېښنو ځوابولو په موخه ځانګړې کمېټي جوړوي.

اسد قیصر د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور پوهنتون کې د تحریک انصاف ګوند د زده کوونکو فېډرېشن یا ټولنې غونډې ته په وینا کې وویل، وزیراعظم عمران خان په خیبر پښتونخوا د ورګډو شویو قبایلي سیمو اصلاحاتو ته لېواله دی.

نوموړي دا و نه ویل چې دا کمېټي به څنګه او کله جوړېږي او اصلي کار به یې څه وي ځکه چې د قبایلي اصلاحاتو عملي کولو په موخه وار له مخه دوه حکومتي کاري ډلې موجودې دي.

یوه یې وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ز په سېپټېمبر کې جوړه کړې وه او بله یې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت جوړه کړې ده.

پوښتنه دا ده چې ایا د بېلا بېلو کمېټیو جوړول به واقعي د قبایلي سیمو اصلاحاتي بهیر عملي او د قبایلو اندېښنې به ځواب کړای شي او که څنګه؟

خبریال او شنونکي محمود جان بابر د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د نویو کمېټیو جوړول د وخت تېرولو یوه لار ده:

"د کمېټیو [جوړولو پر ځای دې حکومت] په فوري طور [قبایلي سیمو] ته [پیسې] ورکړي، هلته دې ادارې جوړې کړي، له نورو خبرو اترو هېڅ نه جوړېږي."

د قبایلي چارو پوه اعجاز مومند هم ګڼي چې کمېټۍ به اصلاحاتي بهیر لا وځنډوي.

د پاکستان پارلېمان، د هېواد پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په پای کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم، قبایل په پښتونخوا ورګډ شول.

د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت په اګست کې له خپلې واکمنۍ راهیسې د قبایلي اصلاحاتو بهیر عملي کولو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG