د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې پاږخولک لګېدلی


د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې پاږخولک لګېدلی دی چې له کبله یې په ناروغانو کې ټوخې، ساه اخیستنه، د خواړو خوړلو ستونزه، خراب اواز، په مرۍ کې خارښ، پوزه بهېدل او تبه د دې ناروغۍ نښې دي.

په پېښور کې د مرستندویه واکسینونو ډایرېکټر ډاکټر اکرم شاه په چارشنبه مشال راډیو ته وویل په کومو سیمو کې چې دغه ناروغي زیاته شوې، هلته حفاظتي ټیکې لګوي.

د هغه په وینا له دې رنځه بنو او کرک ضلعې زیاتې اغېزمنې شوې دي.

"چې ماشوم پیدا شي، درې ځله پېنټا واکیسن ورته لګول کیږي. یو ځل د شپږو هفتو، بیا د لسو هفتو او بیا د ۱۴ اونیو روسته ورته دا واکسین لګول کیږي. دا د هر ماشوم لپاره ډېر اړین دي. بنو، کرک، لکي مروت او په قبایلي ضلعو کې خلک دې لور ته کمه پاملرنه کوي نو ځکه دا ډول رنځونه په دې سیمو کې ډېر مخې ته راځي"

په بنو کې پاږخولک (خناق) ۲۳ ماشومان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:02 0:00

​د خېبر پښتونخوا د حفاظتي ټېکو د څانګۍ ترمخه په پېښور، نوښار، بټ ګرام، مردان او بونېر کې هم په دې رنځ خلک ناروغان دي.

په ۲۰۱۶ ز کال کې دا ناروغي په شمالي وزیرستان کې مخې ته راغلې وه.

په شمالي وزیرستان کې د خناق ناروغۍ څلور ماشومان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00

د بنو ضلعي روغتون د غوږونو، پوزې او مرۍ د ناروغیو ماهر ډاکټر اقبال وایي چې تېرو دوو هفتو راهیسي هره ورځ یو یا دوه مریضان راځي چې پکې د ماشومانو نه علاوه د ۵۶ کلنه ښځه هم وه.

دې وایي چې په نوره نړۍ کې دا ناروغي ختمه شوې خو پاکستان کې لا هم شته. د خناق رنځ څخه د مخنیوې دوایانې پاکستان له هیند او کروشیا څخه راغواړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG