د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: کار ځایونو کې د ښځو ځورولو ۳۷۸ پېښې


په کار ځایونو کې د ښځو ځورولو پرضد کارکونکې وفاقي محتسب سېکرېټریټ وایي چې د سږني کال له فېبرورۍراهیسې په پاکستان کې د ښځو ځورولو درې سوه او اته اویا پېښې رپورټ شوې دي.

د وفاقي محتسب په وینا، په دې کې ۶۹ کېسونه فیصله شوې چې زیاتره یې نارینه ول او ورته سزا هم ورکړل شوې او له دوه تنه یې له نوکریو څخه اېستل شوي دي.

په دې ۳۸۷ کېسونو کې لس فیصده د نارینه وو شکایتونه هم ول چې د خپلو مشرانو پرضد یې درج کړې ول.

په دې لړ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې د یاد سېکرېټریټ رجسټرار رحمان شهزاد وویل چې دا کېسونه سرکاري او پرایوېټ دواړو ادارو لخوا راغلي ول.

''موږ له شکایتونه آن لاین، د ټي سي اېس او خپله د راوړلو په ذریعه راځي، موږ د هغې د کتو پس نوټسې ولېږو او کسان روغواړو او شاوخوا په شپیتو ورځو کې پرې کاروایي وکړو. په کېس کې موږ دواړه ډلې اورو او هغه ثبوتونه راغونډوو چې پر بنیاد یې فیصله وکړل شي. دا کېسونه د کار په ځای کې د ښځو ځورولو پرضد تر جوړ کړل شوي قانون لاندې هوارېږي.''

په پېښور کې د عورت فاونډېشن یوه غړې صایمه منیر وایي چې د ښځو ځورولو یو قسم نه دی بلکې د دې ډېر قسمونه دي چې ورسره مخامخ ده.

،،د ځورونې یو قسم نه دی، لکه یو ځورول خو موږ ته ښکاري، دوهم تر سړیو زیات کار کوي خو معاوضه ورته کمه ملاوېږي، درېم دا ځورونه ده چې کله دا په بسونو کې سفر کوي، له کوره تر کار ځایه او له کار ځایه تر کوره نو په دې کې یې هم د ځورولو ویره وي او څلورم دا فشار هم وي چې د ادارې مشر لخوا ورته ویل کېږي چې ښځې پراعتماده نه وي او ښه کار نه شي کولی نو دا هم په ځورولو کې راځي چې مخنیوی یې پکار دی.،،

خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو په اړه کارکونکی د غېرسرکاري ادارې د هوا لور مشره خورشید بانو وایي چې کال ۲۰۱۷ کې یې پېښور پوهنتون کې د ځورونې په اړه یوه سروې کړې وه چې پکې زیاتره جینکو د ناریناو پرضد د ځورنې شکایت کړې و.

د ښځو د ځورولو مخنیوی څنګه کېدای شي.؟

خورشید بانو وایي چې د کار په ځایونو کې د ښځو د ځورولو پرضد جوړ کړل شوي قانون په اړه ښځې او جینکۍ خبرول پکار دي کوم چې دوی ته تحفظ ورکوي.

دا زیاتوي، ''کومه سروې چې موږ په پېښور پوهنتون کې کړې وه نو په هغه کې زده کونکیو ویل چې ځورول کېږي، یو زده کونکی له بل زده کونکي، زده کونکي له استاده، له کلرکانو او ډرایورانو هم ځورول کېږي نو موږ غواړو چې ریاست په خپله (لکه څنګه تاسو ته مالومه ده چې ریاست څنګه کار کولی شي، هغه یوه وړه غوندې اداره نه شي کولی) یو داسې سروې په ادارو کې وکړي چې ځورونه څنګه کېږي او د دې مخنیوي په کومه طریقه وکړای شي.''

له ۲۰۱۰ کال راهیسې د کار په ځایونو کې د ښځو ځورولو مخنیوي په اړه یو بل قامي اسمبلۍ منظور کړی وو چې د ادارو مشران د کار په ځای کې ښځو ته له ویرې ترهې پاک چاپېریال برابر کړي.

XS
SM
MD
LG