د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار حسېن: پرویز مشرف دې د ۱۲ مې پر وژنو عدالت ته حاضر کړل شي


میا افتخار حسېن
میا افتخار حسېن

د پاکستان د سیند صوبې های کورټ امر کړی دی چې په کراچۍ کې د هغو پېښو په اړه درج شوې مقدمې له سره پیل شي په کومو کې چې د ۲۰۰۷م کال د مې پر ۱۲مه شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي وو. یاد عدالت ویلي چې په دې اړه به ځانګړې جرګګۍ جوړوي.

د سیند های کورټ د سپټمبر پر ۱۱مه امر وکړي چې د ۱۲مې مې د پېښو په اړه درج کړل شوې مقدمې دې بیرته پرانستل شي.

یاد عدالت د سیند حکومت ته ویلي چې په دې اړه دې د سیند های کورټ چیف جسټس ته رسمي لیک ولېږي چې د دې هغو پېښو په اړه له سره پلټنې پیل شي.

د کراچۍ په ښار کې د شویو هغو وژنو څه باندې ۱۱ کاله شوي دي خو په ځانګړې توګه پښتانه ملتپال تور د هغه وخت پر متحده قومي مومنټ او پرویز مشرف پورې کوي او په بیا بیا د بشپړ او رڼو تحقیقاتو غوښتنه کوي.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرال سیکرټري میا افتخار حسېن د سه شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، که څه هم د ده په وینا دا کار ډېر وړاندې په کار وو خو بیا هم دوي د سیند های کورټ د دې ګام هرکلی او ستاینه کوي.

ده وویل ، په کار ده چې د پرویز مشرف په ګډون ټول ښکېل کسان عدالت ته حاظر کړل شي او له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

میا افتخار حسېن وویل، “ کوم خلک چې له ملک څخه بهر دي لکه پرویز مشرف ، باید هغوی په ځانګړې توګه راوستل شي او عدالت ته حاضر کړل شي ځکه چې نه یوازې پرویز مشرف پر هغو پېښو خوشالي کړې وه بلکې ټولو خلکو د ۱۲مې مې د پېښو ترشا د پرویز مشرف د رژیم بللی وو.”

د پښتونخوا ملي عوامي مخکښ او سنېټر سردار شفیق ترین وايي ، دوي تل په دې اړه د شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده او اوس هم هغه خبره کوي چې په ځانګړې توګه دې پرویز مشرف عدالت ته حاضر کړل شي.

سردار شفیق ترین وویل، “ موږ اوس هم غوښتنه کوو چې پرویز مشرف دې راوستل شي ، عدالت ته دې وړاندې کړل شي او د هغه په موجودګۍ کې دې مقدمه ترسره شي او هغه ته دې له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.”

خو په کراچۍ کې مېشت قانون پوه اډوکېټ پیر رحمان محسود وايي ، ده ته نه ښکاري چې اوسنی حکومت دې پرویز مشرف عدالت ته راولي.

اډوکېټ پیر رحمان محسود زیاته کړه چې که یو زړور جج وي او پر قانون عمل وکړي نو دا ممکنه ده چې پرویز مشرف د عدالت ته حاضر کړل شي خود ده په وینا ، په اوسنیو حالاتو کې نه ورته ښکاري چې داسې دې وشي.

د ۲۰۰۷م کال د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې دا شاوخوا ۵۰ کسان هغه مهال وژل شوي وو چې د هغه د پوځي واکمن پرویز مشرف له خوا د لرې کړل شوي چیف جسټس افتخار چوهدري هرکلي ته راوتلي وو.

پرویز مشرف دا وخت په متحده عرب اماراتو کې مېشت دی او دا خبره نه مني چې ګواکې دی د ۱۲مې مې په وژنو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG