د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتيا وزارت: پاکستان له سفري بندیزونو سره مخ کېدای شي


په خېبر پښتونخوا او تړلو پخوانيو قبایلي سیمو کې هم د پولیو پر ضد ګڼ شمیر کمپاینونه ترسره شوي دي خو بیا هم دا وایرس په سیمه کې فعال دی، د دې وجه څه ده؟

د پاکستان د روغتيا څانګې چارواکي وايي که په هېواد کې دننه له روغتیا سره تړلې چارې هواري نه شي نو کېدای شي پر پاکستان سخت سفري بندیزونه عملي شي.

په اسلام اباد کې تېره اونۍ د ذیابیطس په اړه د قامي سروې د اعلانولو پر وخت د روغتيا څانګې وفاقي سکرتر زاهد سعید ویلي چې پر زرګونو کمپاینونو سربېره د شري او پولیو رنځونه په بیا بیا سر را پورته کوي او په هېواد کې د شکري او زېړي د رنځورانو شمېره په زياتېدو ده.

د سروې تر مخه په پاکستان کې د ۲۰ کالو د عمر په هرو څلورو کسانو کې یو د ذیابیطس يا شکري په ناروغۍ اخته دي.

د روغتیا د څانګې چارواکیو اندېښنه ښودلې که چیرې د صحت معیارونه لوړ نه کړل شي او د خورېدونکو رنځونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان له سختو سفري بندیزونو سره مخ کېدای شي.

په خېبر پښتونخوا او تړلو پخوانيو قبایلي سیمو کې هم د پولیو پر ضد ګڼ شمېر کمپاینونه ترسره شوي دي خو بیا هم دا وایرس په سیمه کې فعال دی، د دې وجه څه ده؟ په پېښور کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صحت او تعلیم د ادارې ((یونیسیف)) یو چارواکی ډاکټر عبدالقیوم وايي په سیمه کې خراب امنیت د پولیو يا ګوزڼ په مخنیوي کې تر ټولو لوی خنډ دی.

د تحریک انصاف په مشرۍ د خېبر پښتونخوا تېرحکومت ادعا کوي چې د صوبې د روغتیا په څانګه کې يې اصلاحات کړي دي او د روغتونونو نظام يې ډېر ښه کړی دی. په دغه اړه د پخواني وزیراعلا سلاکار ډاکټر حیدرعلي وايي چې په روغتونونو کې يې انتظامي بدلونونه راوستي دي او خپلواکي يې ورکړی ده.

خو د روغتيا د چارو ځينې پوهان حکومتي اصلاحات یوه دوکه بولي او وايي چې صوبايي حکومت د اصلاحاتو په نوم یوازې د صوبې مالي پنګې ضایعه کړي دي. د ملګري ډاکټرانو یو مشر ډاکټر میا افتخارحسېن وايي دغه تش په نوم اصلاحات وو چې ولس ته يي څه ګټه نه ده رسېدلې.

پاکستان کې د روغتيا د تحقيقاتي شورا د تازه راپور تر مخه په هېواد کې ۲۷.۴ ملینه خلک د شکري ښکار دي. په دوی کې ۳۲.۳ فیصده په سیند ، ۳۰.۲ فیصده په پنجاب ، ۲۹.۵ فیصده په بلوچستان او ۱۳.۲ فیصده د خېبر پښتونخوا وسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG