د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بنو په لومړي وار ښځې پر جنرل چوکیو ولاړې دي


د ۲۰۱۸ ز کال د ټولټاکنو لپاره په لومړي ځل د خېبر پښتونخوا له بنو ډویژنه څلور ښځنیه امیداوارانې ولاړې دي.

له بنو ضلعې دوې ښځینه امیدوارانې صوبایي او قامي اسمبلۍ لپاره ولاړې دي او له لکي مروته به دوه ښځینه امیدوارانې د صوبایي اسمبلۍ پر څوکیو مقابله کوي.

د بنو ښځینه امیدوارنو ته پیپلز پارټي ټکټونه ورکړي دي، چې پکې یې یاسمین صفدر ته د صوبایي پي کې ۸۸ حلقې او د قامي اسمبلۍ اېن اې ۳۵ او مهر سلطانې ته یې د بنو ۸۹ حلقې ټکټ ورکړی دی.

له لکي مروته هم دوه ښځینه امیداوارنې د صوبایي اسمبلۍ څوکیو ته ولاړې دي، یوه ازاد امیدواره زرین ریاض ۷۶ او دوهمه فرزانه شاه له ۷۴ مې حلقې ولاړه ده.

د بنو غوندې ضلعې چې د جمعیت العمایې اسلام ف ډلې مضبوطه حلقه یادېږي، ښځینه امیدواره یاسمین صفدر د اېن اې ۳۵ حلقې لپارهله پخواني وفاقي وزیر او وزیر اعلی اکرم خان دراني او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان سره به مقابله کوي.

پنځه دیرش کلنې یاسمین صفدر له ۲۰۰۶ راهیسې سیاسي هلې ځلې کوي، دا وايي، چېلنجونه ورته شته خو خپل کېمپېن مخ پر وړاندې بوځي.

''له تېرو پنځلسو کالو جمعیت العلمایې اسلام ف ډله په بنو کې ټاکنې ګټي، خو زه به هم خپل کوششونه کوم او مقابله به کوم، چېلنجونه شته او ورته ولاړه یم.''

د نوموړې په وینا کېمپېن لپاره کور په کور ګرځي او د ښځو لخوا ورسره د مرستې ژمنې هم کړې دي.

د بنو مسلو هوارولو په اړه یاسمین صفدر زیاتوي، ''زموږ په سیمه کې د سکولونو او د اوبو مسله ده نو زه په دې مسلو کار کوم.''

د انتخاباتو کمیشن د مالوماتو ترمخه بنو کې څه د پاسه دوه نیم لکه او لکي مروت کې یو لاک او څه د پاسه پنځه اتیا زره ښځنیه ووټرانې دي.

سیمه ایز خلک وایي چې په بنو کې ښځو ته د ووټ اچولو ازادي شته خو هغې هم د ملک د نورو برخو غوندې پابنده دي چې ښځه به خپل ووټ د خپل کور د مشر په خوښه اچوي نه چې په خپله خوښه.

د ښځو خېر ښېګړې لپاره کارکونکي او په بنو کې د خویندو کور مشره یاسمین وایي چې په وړومبي ځل بنو او لکي مروت کې د جنرل چوکو په ټکټونو ښځې رامخته شوې کوم چې د ستاینې وړ ګام دی.

دا وایي که چرته د ښځو عملي سیاست کې راتلل یو ښه ګام دې نو هلته بنو غوندې حلقې نه انتخاباتو کې برخه اخیستل هم ګران کار دې.

''په مخصوص چوکو چې کومې ښځې راتلې نو هغې به صرف د نامې وې د دوي به په فېصله سازې کې څه رول نه و او اختیار به یې نه و او وس چې دا کومې ښځې ولاړې دي نو دوي به لږ فرق راولي او څومره ښځې چې ورستیو پاتې دي لکه په تعلیم او صحت کې نو په دې معامله به دوي کار کوي او څه نه څه بدلون به راولي.''

د پاکستان د ټولټاکنو په تاریخ کې د جنرل چوکو په ټکټونو اکثریت د نارینه وو وي او ډېرې کمې ښځې په جنرل چوکو تر اسمبلیو پورې رسیدلې چې پکې پخوانې وزیراعظمه بې نظیر بټو، بېګم نسیم ولي، عابده حسېن، صغرا امام، حنا رباني کهر، نفیسه شاه او ډاکټر فهمیده مرزا دي.

خو د کار پوهانو لخوا ویل کېږي چې د دې ښځو کامیابۍ کې د هغوي د کورونو د اثر و رسوخ لاس و.

XS
SM
MD
LG