د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: ډېمونه په چنده جوړ کړئ


اباسین
اباسین

د چارشنبې په ورځ سپریم کورټ د دیامیر بهاشا او مومند ډېمونو د جوړولو امر وکړ او له ولسه یې وغوښتل چې د ډېمونو جوړولو لپاره دې چنده وکړي.

د ډېمونو جوړولو کېس اوریدنه د سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې څلور کسیزې بېنچ وکړه.

سپریم کورټ وفاقي حکومت ته د دیامیر بهاشا ډېم او مهمند ډېمونو د جوړولو او په دریو اونیو کې په دې د کار شورو کولو امر وکړ.

عدالت د ډېمونو جوړولو لپاره د سپریم کورټ رجسټرار سره د اکاونټ خلاصولو او په دې کې د چندې جمع کولو هم وویل.

د کېس اوریدنې پرمهال چیف جسټس د ډېمونو جوړولو لپاره د لسو لکهو روپو ورکولو اعلان هم وکړو.

د چیف جسټس لخوا د ولس په چنده د ډیمونو د جوړولو حکم په اړه د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر انور شاه وایي د ډېمونه جوړول د حکومت کار دی او ډیمونو له پیسې د چندو له لارې نه بلکې حکومت برابروي.

''د ډېمونو جوړول یو ضرورت دی او ددې د جوړلو ذمه واري د حکومت وي چې ددې لپاره فنډ ځانګړی کړي او یو پلان ورته جوړ کړي. ډېمونه رغول سمه ده خو یوه پوښتنه داده چې ایا د چندو د لارې د فنډنګ دا طریقه سمه او ممکنه ده او بل دا چې د ډېمونو د جوړول په اړه دا ډول احکامات د عدالتونو په دایره اختیار کې راځي او که نه؟"

ولس وایي چې ډېمونه جوړول د وخت ضرورت دې چې د سپریم کورټ چیف جسټس یې هم ادراک لري خو سوال دا دې چې ولې تېر حکومتونو په دې لړ کې سنجیدګي ونه ښودله.

د پېښور یو تن عابد حیات صافي وایي د ملک پرمختیایي کارونو لپاره ولس له وړاندې نه حکومت ته ټېکسونه ورکوي.

''ډېمونه جوړول د یو قام پرمختیا لپاره ضروري دي خو دا ضروري نه ده چې ولس دې د خپلو جېبونو نه پېسې ورکړي. ولس له وړاندې نه ټېکسونه ورکوي او دا بیا د حکومتونو ذمه واري ده چې حکومت پرې کوم پرمختیايي کار کوي، ډېم پرې جوړوي او که سکولونه کالجونه.''

یوه زده کونکې روح الله شاه وایي '' داد حکومت نااهلي ده ، پېسه چرته ځي؟ دا ټېکسونه د څه د پاره دي؟ باید چې کرپشن کې ککړ خلکو پرضد کاروایي وشي''

د دیا میر بهاشا او مومند ډېمونو نه یوازې د اوبو د ذخیره کولو صلاحیت لري بلکې دیا میر بهاشا ډېم نه څلور نیم زره مېګاواټه او مومند ډېم نه به اته سوه مېګاواټه بجلي هم پیدا کیدلی شي.

نور ولولئ

د وارسک بجلي کشمير ته رسېدلې خو ځايې خلک يې نه لري

وزیرستانیان د کرم تنګي ډېم په هېڅ صورت نه مني

XS
SM
MD
LG