د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ټاکنیزه هلې ځلې پیل شوې


پاکستان کې راتلونکي قامي او صوبایي اسمبلیو ټولټاکنو لپاره د تېر اتوار له ورځې د ملک په مختلفو برخو کې د سیاسي ګوندونو لخوا کېمپین په باقاعده توګه پیل کړل شوی دی.

په دې سیاسي ګوندونو کې پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او متحده مجلس عمل د جلسو له لارې خپل انتخابي کمپین پیل کړی دی.

نن ماسپښین د پاکستان مسلم لیګ نون صدر او د پنجاب صوبې پخواني وزیراعلا شهباز شریف د کراچۍ نه د خپل انتخابي مهم اغاز کړې.

پاکستان کې به په ملکي کچه ټولټاکنې د جولايي پر پنځویشتمه نېټه کېږي.

په پېښور کې خپل انتخابي مهم وړومبې جلسې ته د خطاب پر وخت د متحده مجلس عمل صدر او د جمعیت العلمایې اسلام ف ډلې مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان وینا وه چې راتلونکي ټولټاکنو کې به اېم اېم اې کامیابېږي او د اسلامي قوانینو نافذ کولو سره به د ملک مسلې هوارېږي.

ده وویل چې په اېجنډا کې یې د غریبانانو لپاره وړیا درملنه، د سود نظام او د لوډشېډنګ خاتمه ده.

هم تېره ورځ چارسده کې یوې غونډې ته د خطاب کولو پروخت د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان وویل چې د ګوند چارواکو او کارکنانو یې انتخابي مهم شروع کړې.

ده وویل چې ټولټاکنو کې د عوامي نېشنل ګوند لپاره میدان خالي شوی او په صوبه کې به ورته کامیابي ترلاسه کېږي.

خپلې حلقې میا والي نه انتخابي کمپاین پیلولو پر مهال د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وویل، د مسلو هوارولو لپاره یو داسي منشور راوړنکی دی چې د پاکستان په تاریخ کې به چا نه وي راوړی.

په پنځویشتم جولایې کیدونکې ټولټاکنو لپاره نور سیاسي ګوندونه به هم نن خپل الېکشن کېمپېن شروع کوي.

د دې سیاسي ګوندونو په وینا چې د جلسو نه علاوه نه یواځې کور په کور بلکې په ټولنیزو رسنیو به هم خپل اتنخابي کمپاین چلوي.

XS
SM
MD
LG