د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان له امریکا سره خپلې اندېښنې شریکې کړې'


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس وېلز سره یې د پاکستان اندېښنې شریکې کړي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل وینا وه د دې ملاقاتونو مقصد دا دې چې دواړه ملکونه ګډ هداف ترلاسه کړي.

د ده په وینا لا په دې ملاقاتونو کې موږ خپل اهدافو ته نه یو رسیدلی خو هغه اړخ ته روان یو.

ده زیاته کړه، ''د هغوی له دریځه تاسو خبر یاست او زه به خپله تاسو ته یو وارې بیا ووایم چې د افغان کډوالو په اړه دې چې هغوی له عزت سره ستنیدل پکار دي. هلته د منشیاتو او کوکنارو پېداوار دې چې د جګړې اقتصاد پرې مکمل روان دی او د پولې هغې غاړې نه پاکستان کې بریدونه دي چې په تېرو پنځلسو شلو ورځو کې درې ځلې چې دوه ځلې په کوټه او یو ځل په پېښور کې شوې دي. دې بریدونو کې چې کوم وسله وال ووژل شول نو هغې تر اخره پورې د پولې هغه غاړې رابطه کې و، دا مالومات موږ افغانستان سرهم شریک کړې و نو دا زموږ اندېښنې دي چې ورته جواب وویل ضروري دي.''

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس وېلز د اسلام اباد د سفر پرمهال په پاکستان يو وارې بیا ټینګار کړې و چې پر خپله خاروه دې د حقاني شبکې په ګډون د نورو وسله والو شتون ته پام وکړي.

وېلز له پاکستانيو چاروکو سره په ليدنه کې دا هم ويلي و چې امريکا د سيمې د سولې او ثبات لپاره له پاکستان سره د اړيکو د نوي پړاو جوړولو غوښتونکې ده.

دواړو ملکونو ترمنځ د امریکا ولسمشر لخوا د نوي کال په لومړۍ ورځ سخت بیان راتلو پس اړیکې د کړکېچ ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG