د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: فاټا ته د عدالتونو په غځولو کې آییني خنډونه دي


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

د جمعيت علما اسلام - ف - ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې قبايلي سيمو ته د سپريم کورټ او پېښور هاي کورټ واک غځولو په وړاندې آییني خنډونه موجود دي.

مولانا فضل الرحمان ویلي چې حکومت بې له څه خبرتیا دغه بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی او موجودو آییني خنډونو ته یې پام ندی کړی.

د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا ګډولو مخالف مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وکړې.

نوموړي وویل چې دوی د ځينې قبايلي مشرانو يوه کميټۍ جوړه کړې ده کومه چې به په دې اړه خپلې سپارښتنې جوړوي.

مولانا فضل الرحمان وويل په کوم انداز چې دغه بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې شو، پر دې عمل د پارليمان درناوی متاثره شوی دی.

د ده په وینا دا ځکه چې نه خو چا ته خبر ورکړل شوی وو او نه پرې د قامي اسمبلۍ غړو ته د بحث موقع ورکړل شوه.

نوموړي وویل ، "موږ غواړو چې دا معامله په ښايسته ډول ، د پوهانو د رایې او لارښوونې سره هواره شي، اوس هم موږ د دې هواری غواړو، سېنېټ به دا معامله ځي او هلته دا بحث پرمخ وړو چې داسې په دې کې کوم اييني خنډ وي نو د هغې په اړه دا باور وشي چې اوس نيشته ، دا اندېښنې زموږ په خپل ځای موجودې دي"

مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې دوي دا معامله هوارول غواړي او که ځنډ پکې راغلی نو هغه کله هم د خنډ په نيت نه بلکې د هواري په نيت شوی دی.

نوموړي وويل چې د دوي درې غوښتنې منل شوې دي چې پکې يو قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ګډول، دویم رواج اېکټ ځنډول او دریم په راتلونکو ټولټاکنو کې قبايلي سيمو ته په خېبرپښتونخوا کې څوکۍ ورکول.

په دې خبري غونډه کې د پاکستان د رياستي او سرحدي چارو مرکزي وزير عبدالقادر بلوڅ وويل چې دوی د دې قانون لپاره له کارپوهانو سره خبرې کړې وې خو که بيا هم داسې کوم اييني ستونزه راځي نو دوي ورته تيار دي چې له خپلو ملګرو سره پر دې معامله خبرې وکړي.

هغه وویل " موږ کومه سختي نه ښايو که په ايين کې داسې کومه لار نه وي. موږ په خپله له پوهانو سره تر مشورو وروسته په دې نتيجه رسېدلي يو چې داسې کومه ستونزه نيشته که بيا هم کومه مسله يا وړانديز راځي نو موږ ملګري يو او د يو بل رایې ته به درناوی ورکوو"

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د خیبر ایجنسۍ یو استازي شاه جي ګل اپريدي او د هغوی په څېر دریځ لرونکو د دې بل پر منظورېدو خوشالي ښودلې ده.

دوی وايي ، دا د ټول قبايلي ولس لپاره د خوشحالۍ ورځ ده ځکه چې د څلورو کالو تر هڅو وروسته ورته د عدالتونو حق ورکړل شو.

دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ قبايلي سيمو ته د سپريم کورټ او پېښور هايکورټ د واک غځولو بل په اکثریت منظور کړ.

XS
SM
MD
LG