د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیصل: پاکستان او امریکا پر مختلیفو معاملو خبرې کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل

د زیارت په ورځ اونېزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وینا وه چې دواړه ملکونه په خبرو بوخت دي خو وايي دغه تفصیل لا هم مطبوعاتو سره نه شي شریکولی.

په دا وروستیو کې اسلام اباد ته راغلي د امریکا د یو پلاوي د سفر پخلی او د امریکا د غوښتنو جواب په اړه نوموړی وویل،

''د پاکستان او امریکا له یوه بل سره اړیکې روانې دي. دا خبرې اترې په مختلفو معاملو او په مختلفو سطحو دي، دا ستاسو د ډېرو سوالونو جواب دی.''

ډاکټر محمد فیصلوویل چې موږ د امنیت همکارۍ په اړه امریکې انتظامیې سره رابطه کې یو او دې لړ کې نور تفصیل ته په انتظار یو.

د یو سوال په جواب کې د ښاغلې فیصلوینا وه چې پاکستان امریکې ته د شپاړس کالو راهیسې افغانستان ته د سامان د وړلو سهولت ورکړې او دواړه ملکونه د رابطو په اهمیت پوهه دي.

ډاکټر محمد فیصلوایي چې د سیمې ثبات لپاره د پاکستان او امریکې همکاري مهمه ده.

ده دا هم وویل چې د امریکا لخوا راپارونکی د بیانونو په تناظر کې د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف بیانونو ته کتل پکار دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وال سټریټ جنرل ته په یو مرکه کې ویلي و چې له امریکا سره اتحاد نه لرو، اتحادیانو سره داسي سلوک نه کېږي.

په اسلام اباد کې د سټرېټیجک سټډیز انسټیټویټ مشر او د بهرنیو چارو کار پوه نجم رفیق وایي چې د سیمې او بیا په خاص توګه افغانستان لپاره د پاکستان او امریکې همکاري ضروري ده.

د ده په وینا چې د دواړو ملکونو خبرې اترې کول ضروري دي.

''ګورې چې کومې خارجي اړیکې وي نو هغه دومره په ساده توګه نه ترسره کېږي نو ظاهره ده که دوه ملکونه خپلو کې جګړه کوي نو شا په شاه د دواړو ملکونو سفیران او افسران خپلو کې د خبرو اترو عمل روان ساتي او دا ځکه چې کوم حالات وي چې هغه له لاسه اونه ځي او یا قابو کې پاتې نه شي.''

د پاکستان او امریکې ترمنځ اړیکې هاغه وخت د کړکېچ ښکار شوې وې چې کله د روان کال په وړمبۍ ورځ د امریکا ولسمشر د ټویټر پېغام د لارې ویلي و چې امریکا په تېرو پنځلسو کالو کې په احمقانه توګه پاکستان ته درې دېرش بیلیونه ډالرې ورکړې خو اسلام اباد په جواب کې دروغ ویلي او دوکه یې راکړې.

XS
SM
MD
LG