د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د زینبې وژونکي دې پر لويه لار زندۍ کړل شي'


اسلام اباد - د پنجاب قصور سيمې زېنب ماشومې د وژنې پرضد په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو د چارشنبې په ورځ احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په دې پېښه کې ککړ تن دې په لويه لار کې پانسي کړی شي.

'د زینبې وژونکي دې پر لويه لار زندۍ کړل شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

د مظاهرې ګډونوالو پر دې هم زور ورکړو چې په تعليمي نصاب کې بايد د ماشومانو د ساتنې په اړه تعليم ورکول ضروري دي چې داسې ماشومان او مور پلار په خپله د دا رنګ حالاتو ځان خبر وساتي.

په مظاهره کې د مدني ټولنې فعالې او د ماشومانو د حقونو مبارزې وېلري خان وويل چې اول د دا رنګ پېښو د مخنيوي لپاره کار کول دي، په نصاب کې د ماشومانو د ساتنې برخه شاملول او مور پلار له دا رنګ حالاتو خبرول ضروري دي.

د زینب مور و پلار انصاف غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

د دې په وينا چې په دې پېښو کې شاوخوا ۹۰ فيصده هغه خلک ککړ وي چې په خپله په ماشوموالي کې د جنسي تيري ښکار شوي وي نو له سزا سره سره د دغه خلکو نفسياتي علاج هم پکار دی چې داسې دوي د سزا وروستو بيا د ماشومانو سره د زياتي اړخ ته لاړ نه شي.

"موږ وايو چې د جنسي اګاهۍ په اړه تعليم ضروري دی. خلک يا حکومت وايي چې دا ګناه ده خو داسې څه خبره نشته بلکې د ماشومانو د عمر سره سم دا طريقه له وړاندې موجود ده. دا ځکه هم ضروري دی چې ماشومان په خپله ځان پوهه کړي چې کوم ماحول د دوي لپاره خطره لري او کوم سم دی"

​په مظاهره کې ګډون کوونکي مدني فعال حنظله طيب وويل چې په قصور کې له دې وړاندې هم د ماشومانو سره جنسي تيري شوي او بيا يې ويډيوګانې جوړې کړې شوې وي خو له بده مرغه د هغه جرمونو يو تن ته هم سزا ورنه کړل شوه، که هغه کسانو ته سزا ورکړی شوی وې نو نن به د زېنب ماشومې سره دا ظلم او زياتی نه وی شوی.

ده وويل "کوم مجرمان چې ونيول شي هغوی ته له عبرته ډکې سزاګانې ورکول پکار دي. هغوي چې پر ماشومانو کوم جنسي تيري کوي او بيا يې وژني نو داسې ملزمان بايد په لويه لار کې پانسي کړی شي، تر څو چې قانون په داسې شکل کې نه وي عملي شوی نو داسې پېښې به موږ هره ورځ وينو"

په مظاهره کې د مدني ټولنې فعالانو د پنجاب پوليسو د هغه ګام غندنه وکړه چې د چارشنبې په ورځ يې د پنجاب قصور سيمه کې پر مظاهرچيانو ډزې کړې وې او پکې دوه کسان وژل شوي وو. دغه مظاره له زینبې سره د جنسي تېري او د هغې د وژلو پېښې پرضد راوتلې وه.

د اووه کلنې زینبې مړی د سېشنبې په ورځ د خځلو پر ډېران غورځول شوی وو چې څلور ورځې وړاندې تښتول شوې وه.

د چارشنبې په ورځ د قصور پولیسو ویلي ول چې د ماشومې زینبې د وژنې په پلټنو کې دا خبره تصدیق شوې ده چې پر هغې جنسي تېری شوی دی.

پولیسو په وینا چې د ملزمانو په لټه کې دي.

له سېشنبې راهیسي په قصور ضلع کې د دغه پېښې پرضد ولسي احتجاجونه روان دي.

بلخوا د پنجاب صوبې اعلی وزیر د پلټنو حکم ورکړی دی او ویلي چې ملزمان دې زر تر زره ونیول شي.

په قصور سيمه کې دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې په ۲۰۱۵م کې له هلکانو سره د جنسي تېري او بيا د هغوی ويډيوګانو جوړولو پېښې مخې ته راغلې وې.

له ماشومې زېنبې سره شوې پېښه د سياسي او پوځي مشرانو ترڅنګ د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) هم په پام کې اخېستې ده.

XS
SM
MD
LG