د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټر خالق زيار لومړی تلين لمانځل کېږي


له ملاکنډ درګۍ سره تعلق لرونکی ليکوال او شاعر ډاکټرخالق زيار د مرګ يو کال په پوره کېدو د هغه لومړی تلين هم د هغوی په کلي سېدراجوړ درګۍ کې پر ۲۵م دسمبر لمانځل کېږي چې پکې به د پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو څخه ليکوالان، شاعران، سياسي استازي او د هغه ملګري ګډون کوي.

له ملاکنډ درګۍ سره تعلق لرونکی ليکوال او شاعر ډاکټرخالق زيار د مرګ يو کال په پوره کېدو د هغه لومړی تلين هم د هغوی په کلي سېدراجوړ درګۍ کې پر ۲۵م دسمبر لمانځل کېږي چې پکې به د پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو څخه ليکوالان، شاعران، سياسي استازي او د هغه ملګري ګډون کوي.

دا دستوره هم هغه ټولنې 'ملاکنډ ادبي او کلتوري جرګه' راجوړه کړې د کومې بنياد چې ډاکټر خالق زيار سره د نورو ملګرو رحمت شاه سايل، پروفېسر ډاکټر صاحب شاه صابر، اميرقاسم هاشمي او نورو ملګرو ليکوالانو کېښودی وو.

ډاکټرخالق زيار يو شاعر، ژباړن او ليکوال ترڅنګ د پېشې په لحاظ ډاکټر وو خو د خپلې پېشې سره سره يې د پښتو ژبې او ادب په مېدان کې د خپلې برخې کار کړی دی.

تېر کال د ډاکټر خالق زيار ناڅاپي مرګ که د پښتو ادب مېدان خالي کړی نو د هغه نږدې ملګري هم د هغه مرګ د پښتو ژبې او پښتنو لوی زيان بولي.

د ډاکټر خالق زيار سره ډېر نزدې پاتې کېدونکی ځوان ليکوال، شاعر او د ملاکنډ پښتو ادبي او کلتوري جرګې مشر سېکتر نيازک خان وايي چې ډاکټرخالق زيار يو له هغه انسانانو وو چې په ظاهر او باطن يو رنګ وو، چې کومه خبره به يې کوله نو په دليل او منطق به يې کوله يواځې د چا ويلي په بنياد يې کله هم د چا سره په يوه موضوع خبره نه ده کړې.

د نيازک په خبره چې کله يې هم په خبرو کې دا نه دي ويلي چې فلاني ويلي يا بل يو چا ويلي بلکې چې کومه خبره يې هم کړې نو د حوالې او دليل پر بنياد يې کړې ده.

د ډاکټر خالق زيار دوه د شاعرۍ کتابونه او درې نثري کتابونه چاپ شوي دي:

۱۔ تلوسې (شاعري)

۲۔ دا خاوره دا خلک (ژباړه)

۳۔ د پښتنو بغاوتونه (لیکونکی ووسنام ملز، ژباړه)

۴۔ مات څانګونه (د خليل جبران د کتاب The broken wings ژباړه)

۵۔ خپل رباب خپله نغمه (شاعري چې د مرګ وروستو يې چاپ شوه)

نيازک خان وايي چې لا هم د ډاکټر صېب ډېر ليکل شوي مواد پراته دي چې چاپ نه دي او ژر ده چې پښتنو ته په کتابي شکل کې مخکې راشي.

د ډاکټرخالق زيار وراره جوهرلونګين بيا وايي چې په لومړي تلين به د هغه د کتاب "خپل رباب خپله نغمه" مخکتنه هم وي چې د ډاکټرخالق زيار له مرګ وروسته چاپ شوی وو خو د دې ترتيب او سمونه يې د مرګ نه وړاندې په خپله کړې وه.

په دې غونډه کې به د ډاکټر خالق زيار په کار او زيار د پښتونخوا نوموړي ليکوالان په نثري او نظميه بڼو خپل تاثرات او مقالې هم وړاندې کوي.

نوموړی د ۲۰۱۶م کال د دسمبر پر ۲۶مه د يو پټ رنځ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې وې او په خپل پلارنۍ سيمه سېدراجوړ درګۍ کې خاورو ته سپارل شوی وو.

XS
SM
MD
LG