د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د مايک پېنس تورونه رد کړي


د بهرنیو چارو سېکرېټره تهمينه جنجوعه
د بهرنیو چارو سېکرېټره تهمينه جنجوعه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امريکايي مرستيال ولسمشر مايک پېنس هغه تورونه رد کړي چې ويلي وو پاکستان ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي . د بهرنیو چارو سېکرېټرې تهمينه جنجوعه ويلي دي چې په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځايونه هېڅ وجود نه لري.

د جمعې په ورځ د سېنېټ خارجه چارو کمېټۍ ته د وينا پر وخت تهمينه جنجوعه ويلي چې پاکستان د ملک دښمنه رياستي ترهګرۍ ښکار دی او د بيا بيا بدنامولو هڅې يې هم روانې دي.

نوموړې وويل چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد بيا بيا استعمالېږي او هند افغان خاوره د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره کاروي.

د کمېټۍ غونډې ته وينا پروخت ښاغلې جنجوعه وويل چې پاکستان د رياستي ترهه ګرۍ ښکار دی، امريکا هم بايد د پاکستان اندېښنو ته پام وکړي.

دا بيان تر هغه وروستو راغلی چې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس د پنجشنبې پر شپه ناڅاپي کابل ته تللی وو او د باګرام په پوځي اډه کې يې امريکايي ځواکونو ته په خپله وينا کې پر پاکستان دا تورونه لګولي ول چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي.

XS
SM
MD
LG