د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د امام باړې مخې ته ډزو دوه تنه وژلي


له امام باړې سره تر برید وروسته نمازیان د حکومت پرضد چیغې وهي. ۲۹ نومبر ۲۰۱۷
له امام باړې سره تر برید وروسته نمازیان د حکومت پرضد چیغې وهي. ۲۹ نومبر ۲۰۱۷

د اسلام اباد ای اېټ مرکز کې پر يوه امام باړه د نامعلومه کسانو په ډزو دوه تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي. د پوليس چارواکو په وينا د چارشنبې په ماښام د باب العلم امام باړې بهر دا ډزې په داسې حال کې شوې چې خلک د ماسخوتن له لمونځ پس په وتو ول بهر ناست نامعلومه کسانو پرې ډزې وکړې.

د اسلام اباد ای۔۹ تاڼې يوه چارواکي بخت حيات د پنجشنبې په سهار مشال رېډيو ته وويل چې په دغه پېښه کې د مړیو شمېر دوو ته ختلی او د څلورو ژوبلو کسانو درملنه په پیمز روغتون کې روانه ده.

د چارشنبې په ماسخوتن د اسلام اباد پمز روغتون مخې ته له خبريالانو سره په خبرو کې د مجلس وحدت المسلمين يو مشر محمد اصغر عسکري د يو کس د وژنې او څلورو د ژوبل کېدلو پخلی کړی وو او ويلي وو چې په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړ جومات د امنيت لپاره په بيا بيا غوښتنه هم هېڅ ګامونه پورته نه کړی شو او هغه یې ذمه واري د کورنيو چارو مپر وفاقي وزير احسن اقبال واچوله.

د عسکري په وينا چې دا د ترهه ګرۍ پېښه ده او هېڅ سني شیيعه کړکېچ په پاکستان کې نه شته. يو څو شرخوښي دي که د دوی پرضد سم ګامونه پورته کړل شوي وی نو په اسلام اباد کې به دا پېښه مخې ته نه راتله.

بل خوا د کورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال دا پېښه په پام کې نيولې او دا يې په هېواد کې د بې ثباتۍ سازش بللی دی.

د پوليس چارواکو په وينا چې په دوه موټرسايکل سواره څلور کسان راغلي وو چې پکې دوه کسانو د امام باړې پر دروازه ډزې وکړې.

د وژل شوي تن پېژندګلو د سيد حب دار شاه په نوم شوې ده چې تر ډزو وروستو سمدستي مړ شوی وو.

د پوليس چارواکو په وينا چې يو بل تن په روغتون کې ساه ورکړې چې پېژندګلو يې د سيد عین زېدي په نوم شوې ده.

بل اړخ ته پوليس دا هم وايي چې د نزدې سي سي ټي وي کېمرو له لارې يې د پېښې پلټنې پېل کړې دي.

د ذکره ده چې ای۔۸ مرکز له فیض اباد- پنډۍ سره نزدې موقعيت لري او له دې ځايه په لږه فاصله د مذهبي ګوند تحريک لبېک يارسول الله احتجاجي ناسته تر ۲۱ ورځو روانه وه.

لشکر جهنګوي العالمي وسله والې ډلې د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG