د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د اردو فلم 'ورنه' پښتانه منفي ښودلي؟


په دا ورستيو کې د اردو ژبې ځينې فلمونه داسې راغلي چې پکې پښتانه همجنسبازان، د ګوزڼ څاڅکي نه ورکوونکي، پر ښځو تېریکوونکي او له مشرانو سړیو سره د روغو جوړو او مرکو په خاطر د وړو نجونو ورکوونکي ښودل شوي دي. اوس اوس يو بل فلم 'ورنه' کې د پښتنو يوه کورنۍ داسې ښودل شوې چې د کورنۍ له یوه کس سره یې جنسي تېری کېږي خو دوی د مصلحت په غرض چپ پاتې شي. د فلم تر راتلو وروستو يوشمېر ليکوالانو او پوهانو پرې نيوکې کړي او وايي چې د فلم او ډرامو له جوړوونکیو سره کله هم نه ښايي چې يوه خاص قام یا یوه ځانګړې طبقه په نخښه کړي، بايد کردارونه داسې جوړ کړي چې يواځې مقصد ترې پوره کړي.

په فلم کې د پښتني کورنۍ په منفي کردار کې د ښودلو په اړه ليکوال، شاعر او ډرامه ليکونکی نورالبشرنويد وايي دوی کله هم د پښتو په ډرامو کې يو خاص قبيله يا قام نه دی په نخښه کړی بلکې يواځې د کردار له لارې خپل پیغام رسوي.

په دې فلم کې ځينې پښتنو هنرمندانو هم کردارونه کړي چې پکې رشيد ناز او طارق رحيم شامل دي.

سنسر بورډ : ”مالک“ فلم پښتانه او سیندیان په نښه کړي

طارق رحيم په دغه فلم کې د وزيرستان د کورنۍ د مشر کردار کړی، هغه د دې هر څه سره اختلاف کوي او وايي په فلم کې که د پښتنو کورنۍ ښودل شوې ده نو مقصد يې يواځې د معاشرې يو منفي اړخ ښودل او د قانون عملي کولو پېغام ورکړی شوی دی.

نوموړی زياتوي چې په دې کې د پښتون کلتور نفي نه ده شوې خو دا ښودل شوي چې دغه کورنۍ بدل اخستی شي، په وزيرستان کې يې خلک هم تيار کړي وي بيا هم قانوني لار خپله کړي.

د دې فلم مرکزي کردار هارون رشيد دی چې پکې یو ګوزڼ وهلی پښتون ځوان ښودل شوی. دی وايي چې يواځې دا ويل چې د پښتنو پر عزت پکې خبره راغلې، سمه نه ده. که پښتون نه وي نو بل کوم قام او د هغې خلک به ښودل کېږي، خو د دې فلم له لارې دا ويل شوي چې که له يو چا سره جنسي زياتی کېږي نو بايد د قانون لار خپله کړي.

دې وايي 'زه دا نه ګڼم چې د نظام يو غلط شکل ښودل شوی، عزت عزت وي، که پښتون، بلوڅ او يا سيندی ښودل کېږي، نو تاسو څه واياست چې په هغوی کې به عزت نه وي يا فرق به نه پرېوځي. دې هر څه ته په دې نظر کتل سم نه دي. تر ټولو لويه خبره دا ده چې دا هر څه په پاکستان کې کېږي او دا حقيقت هم دی. پوښتنه دا راپورته کېږي که دا مسله ده نو له کومه ځايه خلک راپاڅېدل، ولې احتجاج و نه شو ولې تر اوسه کومه دهرنا ونه شوه؟'

"پاکستانيو فلمونو کې پر پښتنو ملنډې وهل کېږي"

ځوان شاعر، ليکوال او په پېښور پوهنتون کې د ډاکټرېټ زده کوونکی سجاد ژوندون چې د خېبر پښتونخوا د کلتور څانګه کې کار کوي وايي چې تر څو د پښتنو په سيمه د فلمي نړۍ د تکنيک زده کولو لپاره د زده کړې مرکزونه نه وي جوړ شوي،د ده په وينا چې د اتلسم اييني ترميم وروستو د کلتور او سېلګرۍ محکمې هم صوبو ته ورکړل شوي دي، خېبرپښتونخوا صوبې هم دې لړ کې د کلتور پاليسي جوړه کړې ده چې د اسمبلۍ نه د منظورېدو ورستو به عملي شي.

د کلتوري پاليسۍ په اړه ژوندون وايي چې د دې د سيوري لاندې به يو د صوبې خپل سنسربورډ جوړېږي، بله دا چې دا به اوس اسمبلۍ ته ځي له هغه ځايه به منظورېږي، بايد رسنۍ هم دې لړ کې خپل کردار ولوبوي او دا منظوره شي.

له دې وړاندې هم پښتنو ليکوالانو په ځيني اردو فلمونو نيوکې کړې وې چې پکې کراچي سې لاهور، جواني پهر نهي آني او دختر شامل وو. د دوي په وينا چې په دې فلمونو کې پښتانه همجنسباز او پر ښځو تېریکوونکي ښودل شوي وو.

XS
SM
MD
LG