د لاسرسي ځای

تازه خبر

عالمزېب خان ومړ


پښتون سياستدان، سوله ييز مبارز او د سولې پرمختګ سيمه ييز تړون مشر عالمزېب خان نن د سېشنبې پر ورځ په خپل کلي صوابۍ کې خاورو ته وسپارلی شو.

نوموړی د ځوانۍ نه د پښتنو د سياسي ګوندونو غړی پاتې شوی وو او شاوخوا پنځه کالو راهیسې د پاک افغان ولسي تړون د سېوري لاندې يې د دواړو خواو ولسونو ترمنځ د تګ راتګ ترڅنګ دواړو خواو ته يې يو شمېر دستورې جوړې کړې وې چې پکې د دواړو خواو د ولس پر ستونزو خبرې اترې کېدلې.

۶۸ کلن عالمزېب خان د صوابۍ باجا سيمې اوسېدونکی وو چې نن سبا په اسلام اباد کې مېشت وو او له پنځه کالو راهیسې د پاک افغان ولسي تړون په پاکستان کې سرخېل وو.

روان کال د اپرېل په مياشت کې يې د يو سازمان "د سولې پرمختګ سيمه ييز تړون" بنياد کېښودو. هم د دې تنظيم د سېوري لاندې يې يو ادبي او کلتوري تنظيم 'خوشحال فکري ادبي بهير' هم جوړ کړو چې مقصد يې کلتوري او ادبي دستورې تابيا کول وې.

د عالمزېب خان نزدې ملګری شاعر، اديب او ليکوال اکبرسيال وايي چې د نوموړي کورنۍ يوه سياسي او متحرکه کورنۍ ده او هغه په خپله هم د ځوانۍ راهیسې د پښتنو د سياست يو فعاله غړی پاتې شوی.

د ۱۹۷۰م په لسيزه کې د پښتون زلمي کمانډر پاتې شوی وو او يوه لويه موده يې د پښتو او پښتنو سياست کړی وو.

اکبرسيال زياتوي چې 'هغه پر هر څه پوه وو او سپين سپېځلی انسان وو. هغه ماده پرست او پېسه پرست نه وو، د خپل وس ترحده يې د خپل ولس لپاره هلې ځلې کړې دي او يو فعاله ژوند يې تېر کړی'

عالمزېب خان د پاک افغان ولسي تړون د سېوري لاندې په افغانستان او پاکستان کې يو شمېر دستورې هم راجوړې کړې وې چې پکې د دواړو خواو مشرانو او پوهانو ګډون کړی وو.

په اسلام اباد کې مېشت د عالمزېب خان يو بل ملګری او د پښتون کلچر اېسوسي اېشن اسلام اباد يو مشر شعېب يوسفزی وايي چې څلور کاله وړاندې د پاک افغان ولسي تړون د سېوري لاندې دوی له پېښوره خپله مبارزه پېل کړې وه کومه چې ورو ورو خوره شوه.

د شعېب يوسفزي په وينا چې 'د هغه مقصد دا وو چې کومې قامي ستونزې دي پر هغې بحث وشي او د هواري لپاره يې لارې ولټوي. بله دا چې هغه د کرښې دواړو غاړو ته د ولسونو ترمنځ د يووالي او سولې په خاطر د يو کردار ادا کولو لپاره کار کوو. هغه په دې لږ وخت کې د کرښې دواړو غاړو ته ډېرې داسې دستورې کړې وې چې پکې د دواړو خواو مشرانو ګډون کړی وو'

د هغه جنازه د نهې په ورځ د صوابۍ په باجا کلي کې ادا کړی شوه چې پکې په ګڼ شمېر کې عام ولس، ليکوالانو او سياسي مشرانو ګډون وکړو.

د نوموړي په جنازه کې يوه دستوره وشوه چې پکې په پاکستان کې د افغانستان مرستيال سفير زردشت شمس د افغانستان د ولسمشر ډاکټراشرف غني له خوا رالېږلی د غمرازۍ پېغام هم واوروو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټرعمرزاخېلوال د عالمزېب خان په مړينه پر ټويټر پاڼه نوموړي ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کړي او ليکي:

"په خواشینۍ سره د لرو پښتنو یو دروند سياسي او ټولنيز شخصيت، د یووالي سپېڅلی مبارز، د سولې سيمه ييز تړون مشر او زما دوست ښاغلی عالمزېب خان د یوی ناځوانې پیښې لکبله له دی نړۍ سترګې پټې کړې. انالله وانا الیه راجعون! هسک څښتن دې نوموړي ته جنتوته او درنې کورنۍ ته صبر او حوصله ورکړي"

عالمزېب خان شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په خپل کور کې راپرېوتی وو او پر سر د لګېدو له کبله بې هوشه وو، د اسلام اباد په يو روغتون کې يې درملنه روانه وه خو د نهې په شپه يې ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG