د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: نجلۍ او هلک د خوښې واده ووژل


د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې د یوې جرګې په فیصله یو هلک او نجلۍ په خپله خوښه د واده په کولو وژل شوي دي.

د دغه ښار مومن آباد سيمې پوليس چارواکي وايي، په کراچۍ کې مېشت ۲۴ کلنهادي او ۲۰ کلنه نجلۍ حسيني چې د خیبر پښتونخوا له کوهستانه دي څو ورځې وړاندې یې په خپله خوښه واده کړی وو، له خپلو کورنيو بېل شوي ول او په مومن اباد سيمه کې یې د کرايې په یوه کور کې اړولي ول.

د مومن آباد پوليس تاڼې يوه چارواکي غلام مصطفی مشال راډيو ته وویل چې د کور د مالک په خبرتيا يې په کور چاپه ووهله او هلته ورته پته لګېدلې چې هلک او نجلۍ دواړه د خپلو مشرانو په فيصله وژل شوي او بيا يې په پټه مړي ښخ کړل شوي دي.

''د دې کور مالک موږ ته اطلاع راکړې وه چې د ده په کور کې يوه هفته وړاندې یو هلک او نجلۍ اوسېدل اوس هلته وينه پرته ده. موږ چې ولاړو، ټول ثبوتونه مو راغونډ کړل او پلټنې مو پیل کړې نو پته ولګېده چې دوی د نواب کالونۍ اوسېدونکي ول او په خپله خوښه يې واده کړی وو. دوی د يوې کورنۍ غړي ول نو مشرانو یې فيصله کړې وه چې دوی په خپله خوښه واده کړی نو دوی دې ووژل شي. موږ کسان نيولي دي اوس به د هلک او نجلۍ مړي له قبرونو څخه راوباسو او ډي اېن اې به یې کېږي او کېس به مخ په وړاندې وړو.''

د پوليسو په وېنا د هلک او نجلۍ په وژنه کې یې د کورنۍ کسان شامل ول چې پکې نهه کسان نيول شوي دي او په دې کې ملوث د نورو اوو کسانو د نيولو لپاره کاروايانې روانې دي.

کراچۍ کې د مومند ايجنسۍ هلک او نجلۍ د بجلۍ په کرنټ وژل شوي

د راپورونو ترمخه د سیند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه هم د پېښې ګروږنه کړې او د پوليسو له مشره يې تفصیل غوښتی دی.

اعلا وزير په خپل يو بيان کې ويلي دي چې څنګه يوه جرګه د چا د وژلو فيصله اوروي. هغه امر کړی چې په دې جرم کې ککړ ټول کسان دې ونيول شي.

XS
SM
MD
LG