د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: پر مظاهره چیانو عملیات ، ۱۵۰ ژوبل او ۱۴۴ نيول شوي


په اسلام اباد کې د نښتو یو عکس
په اسلام اباد کې د نښتو یو عکس

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې امنیتي ځواکونو د مذهبي ډلو احتجاج ختمولو لپاره د هغوی پرضد عملیات پیل کړل.

د مذهبي ګوند تحريک لبېک يارسول الله احتجاجي ناستې پرضد په عملیاتو کې ملېشه ځواک ، پوليس او رېنجرز برخه اخیستې.

د اسلام اباد په فېض اباد سیمه کې دا عملیات د شنبې په سهار شاوخوا اووه بجې پیل شوي وو خو بیا د څه وخت لپاره ودرول شو.

د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ د ډبرو او کوتکونو ګوزارونه شوي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ټپي شوي دي.

د اسلام اباد پمز روغتون وياند ډاکټر الطاف د شنبې په مازیګر مطبوعاتو ته وويل چې روغتون ته ۱۵۰ ژوبل کسان ور وړل شوي دي چې ۵۷ پکې پوليس، ۴۴ اېف سي سرتيري او ۴۹ مظاهرچيان شامل دي.

ده وویل ، څومره چې هم ژوبل کسان ور وړل شوي په هغوی کې يا خو د کوتکو يا په کاڼو ټپي شوي وو او دوه کسان داسې وو چې په ربړي ګوليو ټپي شوي وو.

د اسلام اباد پمز روغتون ویاند ډاکټر الطاف
د اسلام اباد پمز روغتون ویاند ډاکټر الطاف

د پاکستان سرکاري ټي وي وايي ، مظاهرچيانو د شنبې تر ماښامه درې موټرونه سوځولي وو او امنیتي ځواکونو لږ تره۱۴۴ مظاهرچيان نيولي وو.

د عملياتو په غبرګون کې د تحريک لبيک یارسول الله يو شمېر پلويان د پنډۍ او اسلام اباد په ځېنو برخو کې سړکونو ته راوتلي او مظاهرې يې کړې دي.

بل اړخ ته د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار – مشر مېجر جنرل اصف غفور پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلي د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته ټيلیفون کړی او ویلي چې په اسلام اباد کې روان احتجاج باید په سوله ییزه توګه ختم کړل شي. ځکه چې تشدد که له هرې خوا وي نو دا د ده په وینا دپاکستان د ملي ګټو او یووالي په تاوان دی.

په اسلام اباد کې نښتې
په اسلام اباد کې نښتې

د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب پر ټويټر پاڼه ليکلي چې "دا د اسلام اباد انتظاميې ذمه واري ده چې په فېض اباد سيمه کې د ولس د اسانتياو په خاطر د اسلام اباد هايکورټ امر باوري کړي"

د کورنيو چارو مرکزي وزير احسن اقبال دعوه کړې چې په احتجاج کې موجود ګوند له هند سره اړیکې نیولې دي د کوم چې د ده په وینا پلټنې روانې دي.

احسن اقبال له سرکاري ټي وي سره په خبرو کې ویلي چې له مظاهرچيانو سره داسې معلومات او وسايل دي چې د رياست پرضد استعمالېږي.

د نوموړي په وينا چې پر پوليسو هم د مظاهرچيانو له خوا اوښکې بهيوونکي ګېسونه کارول شوي او د احتجاج څارنه کوونکو کېمرو تارونه هم پرېکړې کړل شوي دي.

احسن اقبال زیاته کړې ،"احتجاج کوونکي د ختم نبوت قانون نوم استعمالوي او سياست کوي خو د ختم نبوت قانون تر پخوا ډېر قوي کړل شوی دی"

نوموړي ویلي چې دوی د مظاهره چيانو پرضد عمليات د عدالتي امر په رڼا کې کړي دي.

د اسلام اباد د یو سړک منظر
د اسلام اباد د یو سړک منظر

د پاکستان د رسنيو د څارنې ادارې پېمرا له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې ټي وي چېنلونه دې عمليات نېغ په نېغه نه خپروي.

د دې ترڅنګ په اسلام اباد او نورو سيمو کې شخصي ټي وي چېنلې پر کېبل بندې کړل شوې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ په پرله پسې اورېدونو کې حکومت ته حکم ورکړی وو چې دغه احتجاج دې ختم کړي چې دا رنګه عام ولس و نه ځورېږي.

د حکومتي کمېټۍ او د تحريک لبيک يارسول الله د مشرانو ترمنځ خبرو اترو هيڅ نتيجه ورنکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال

حکومت له شلو ورځو راهيسې پر دهرنا ناستو مظاهرچيانو ته د نومبر د ۲۵مې د سهار تر اوو بجو د احتجاج ختمولو لپاره وخت ورکړی وو خو هغو ورباندې عمل و نکړ.

تحريک لبيک يارسول الله دا دهرنا شل ورځې له مخه د اسلام اباد او پنډۍ ښار ترمنځ د فيض اباد پر پُل پیل کړې وه چې له کبله يې د دواړه ښارونو ترمنځ خلک په تګ راتګ کې له سخت مشکل سره مخامخ دي.

مظاهرچيان غوښتنه کوي چې د پاکستان په انتخابي قانون ۲۰۱۷م کې پر ختم نبوت د سوګند پورته کولو لفظونو کې بدلون شوی وو نو ځکه دې د قانون وزير زاهد حامد استعفا ورکړي خو حکومت وايي چې دا د ليکلو غلطي وه چې اوس سمه کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG